شاته

رنجبر:د حکومت قانوني چلند به د کابينې تشه ژر ډکه کړي

امريکايي دوو ورځپاڼو واشنتگن پوست او نیویارک ټایمز په وروستيو ګڼو کې د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د سلب صلاحيت کېدو په اړه لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا کار په افغانستان کې سیاسي بحران زیاتوي.

د افغانستان د د مکراتو حقوقو پوهانو د ټولنې مشر عبدالکبير رنجبر د دواړو ورځپاڼو کې په خپرو شويو انديښو امريکا غږ اشنا ته خپل نظر ويلې.

ښاغلي رنجبر وويل دی د ورځپانو انديښنو سره چې گواکي د ٧ وزيرانو سلب اعتماد به په افغانستان کې سیاسی بحران پيدا کړيموافق دی خو زياتوي که ولسي جرگه او د حکومت مشران د اساسي قانون په مطابق خپلې کړنې او اړيکې برابری کړي هيڅ ستونزه به رامنځ ته نشي. او د کابينې تشه به زر ډکه شي.

د مکراتو حقوقو پوهانو د ټولنې مشر دا هم وويل که د حکومت مشران په يو نظر ، شخصي غوښتنې يوې خواته پريږدی دولت داري له پامه ونه غوځوي او د قانون په چوکاټ کې خپل کارونه تنظيم کړي نو دا به د حکومت حاکميت څرگند او په افغانستان کې به ددمکراسۍ سره لويه مرسته وي.

د افغانستان د د مکراتو حقوقو پوهانو د ټولنې مشرعبدالکبير رنجبر سره نوشابې اشنا مرکه کړې دلته يي اوريدلائ شئ :