د هندي فلم 'کبالي' لیدو ته د رجني کانت مینه والو لیوالتیا
د هندي فلمونو وتلي ستوری رجني کانت په خپل هېواد په ځانګړې توګه د هند په سویل کې دومره مینه وال لري، چې د هالیووډ فلمي ستوري یې یوازې خوب لیدلای شي. دا وروستیو کې د نوموړي کبالي نندارې ته وړاندې شوی، چې نه یوازې هند کې یې لکونه خلک لیدو ته روان دي، بلکې د نړۍ لر او بر کې د نوموړي مینه وال د دغه فلم لیدو ته ورځي. تامل ناډو ایالت کې ګڼو شرکتونو خپل کارکونکي په رخصت لېږلي، چې څوک د ناروغۍ پلمه و نه کړي او یوې الوتکې ته د همدې فلم په ویاړ رنګ ورکړل شوی او په هند کې له دې کبله څو ځله ټویټر ټولنیزه ویبپاڼه له فعالیته وغورځېده.
دغه فلم نندارې ته له وړاندې کېدو مخکې د خپرواي حقونو لړ کې ۳۰ میلیونه ډالر ګټلي دي. دغه فلم له تېرې جمعې راهیسې په ۱۲۰۰۰ پردو نندارې ته وړاندې کېږي.
رجني کانت ډېری مهال د تامل ژبې فلمونو کې رول لوبوي او د خپلو مینه والو له کبله د اسیا ډېر عاید لرونکو فلمي لوبغاړو کتار کې ځای لري. سینما سالون کې د نوموړي فلم له پیلېدو مخکې د هغه مینه وال زوږ پیلوي او د فلم د بریا لپاره یې دوعا کوي.
د نوموړي فلم لیدل په خپل ځای په زړه پورې تجربه ده، هغه د تمانچې په وسیله سګریټ بلوي، سترګې پټې کړي او هغه لاسي بم په لاس نیسي، چې د ده لور ته غورځول شوی وي او په شاوخوا کې شته ګڼ بدمعاشان په یو څو شېبو کې په یوازې سر څملوي. پر پرده د هغه له څرګندېدو وروسته یې مینه وال چکچکې کوي او شپیلي وهي.
له فلمونو پرته هم هغه ته داسې درناوی کېږي، چې د ناروغۍ خبر یې ډېره جدي بلل کېږي.
تامل ناډو کې یو مهال د نوموړي یوه مینه وال د خوب ګولۍ وخوړې او وروسته یې ډاکټرانو ته وویل، غوښتل یې مړ شي او خپل پښتورګي رجني کانت ته ډالۍ کړي.
د نوموړي نوي فلم کبالي په هکله لیوالتیا دومره ډېره ده، چې خلک یې پر ګاډو، رکشو او بسونو اعلانونه ټومبي او د ګاډو یوه پلورونکي نویو ګاډو ته د دغه فلم د اعلان رنګ ورکړی، چې وايي له دې کبله دغه ګاډي سملاسي پلورل کېږي.
له جاپان نه د رجني کانت یوه ډله مینه وال د دې لپاره د سویلي هند چینئ ښار ته تللي، چې وکولای شي دغه فلم هلته وګوري.
د دغې ډلې کسان لاسونو کې بنرونه نیولي د سینما مخې ته کتار کې ولاړ لیدل کېدل. نیوزویک مجلې د ۱۹۹۹ کال یوې ګڼې کې جاپان کې د رجني کانت او لیوناردو ډي کپیرو مینه وال سره پرتله کړي.
۔