BBC
 شاته

د اسامه بن لادن د کور پر سر پاکستان کې لانجه راپورته شوې

Image copyright
Image caption اوس د ملکي حکومت او پوځ تر منځ د دغې ځمکې کاروولو څرنګوالي او راتلونکي کې د کنترول پر سر لانجه روانه ده

د پاکستان ایبټ اباد ښارګوټي کې له هغه ځایه یو دېوال تاو کړل شوی، چې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن په کې اوسېد او وروسته په کې ووژل شو. ځايي چارواکي غواړي په دغه ځای کې د ماشومانو لپاره یو پارک جوړ کړي، خو پوځیان غواړي دغه ځای هدېرې ته ځانګړی کړي.

د دواړو لوریو تر منځ د دغې ځمکې پر سر لانجه روانه وه، خو د پنجشنبې په ورځ پوځ دلته دیوال ورغاوه او ځايي چارواکي یې حیران کړل.

بن لادن د ۲۰۱۱ کال مې میاشت کې په هغه کور کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

نوموړی په دغه درې پوړیزه ودانۍ کې، چې د لوړو دېوالونو منځ کې پټه وه، تر کلونو پورې پټ اوسېده. د هغه له وژل کېدو وروسته دغه کور تش پاتې و.

Image copyright
Image caption ( دا له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده او د هدیرې لپاره مناسب ځای نه دی مشتاق غني

هغه کور ۳۵۳۰ مربع متره مساحت لري، چې د اټکل له مخې یې بیه ۲۸۵ زره ډالره ښوول کېږي. د بن لادن له وژل کېدو وروسته د کور کنترول خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ته ورکړل شو او هغوی د کور ودانۍ او دیوالونه له دې کبله وران کړل، چې د جهادي ډلو اړوندو کسانو او د دوی د پلویانو له لوري په زیارت بدل نه شي.

له هغه راهیسې په داسې حال کې، چې شاوخوا کې یې ابادي ډېرېده دغه ځمکه شاړه پرته وه. خو اوس د ملکي حکومت او پوځ تر منځ د دغې ځمکې کاروولو څرنګوالي او راتلونکي کې د کنترول پر سر لانجه روانه ده. مې میاشت کې کنټونمنټ بورډ نومي پوځي ادارې له دغه ځایه یو پړی وګرځاوه، خو د ملکي ادارې له اعتراض وروسته یې پړی لرې کړ.

کنټونمنټ بورډ هغه پوځي اداره ده، چې په لویو ښارونو کې د پوځي تاسیساتو شاوخوا کې پوځي او شخصي تاسیساتو د رغاونې او ساتنې چارې پر مخ بیايي.

دغې ادارې روانه اونۍ یو ځل بیا د دغه ځای کنترول تر لاسه کولو هڅه وکړه او دا ځل یې ګام پرېکنده و. دوی دا ځل یو متر دیوال له ټولې ساحې تاو کړ او ځايي چارواکي یې حیران کړل. د کنټونمنټ بورډ شورا یوه غړي بشیرخان ویلي، پوځ غواړي دلته یوه هدیره جوړه کړي.

نوموړي بي بي سي ته وویل:

Image copyright
Image caption دې ته ځکه اړتیا ده، چې په شاوخوا سیمه کې کومه هديره نه شته بشیرخان

''دې ته ځکه اړتیا ده، چې په شاوخوا سیمه کې کومه هديره نه شته.''

خو د خیبر پښتونخوا د اصلاعاتو او کلتور ایالتي وزیر مشتاق غني دغه طرح رد کړه. د نوموړي په خبره '' دا له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده او د هدیرې لپاره مناسب ځای نه دی. ''

مشتاق غني وايي، بورډ پر هغه ځمکه هم دیوال درولی، چې د ایالتي حکومت اړوند ده.

د نوموړي په خبره حکومت غواړي پر دغه ځمکه د ماشومانو لپاره یو پارک ورغوي، هغه وايي:

''د ماشومانو پارک تر څنګ کولای شو دغه ځای کې د جنازې لمونځ ادا کولو لپاره اسانتیا رامنځته کړو، ځکه د سیمې خلک نه خو د ماشومانو لپاره پارک لري او نه هم د جنازې ادا کولو لپاره ځای شته.''