BBC
 شاته

فرانسه وايي له عراقي ځواکونو سره پوځي مرستې ډېروي

Image copyright AFP
Image caption ما نن د امنیت شورا غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د داعش نومي ډلې خلاف موږ د اتحاد برخه یو او له دې کبله باید عراقي پوځ ته وسلې ورکړو فرانسوا اولاند

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي، د اسلامي دولت نومي ډلې پر ضد مبارزه کې به له عراقي ځواکونو سره مرسته ډېروي.

ښاغلی اولاند وايي فرانسه به راتلونکو څو ورځو کې عراقي پوځ ته درانه توپونه ورکړي او سیمې ته به سپټمبر میاشت کې د فرانسې هغه بېړۍ هم ورسیږي، چې الوتکې لېږدوي.

د فرانسې ولسمشر دغه اعلان له هغې پېښې څو ورځې وروسته کړی، چې نیس ښار کې یوه لارۍ چلونکي ۸۴ کسان تر خپل ګاډي لاندې کړل او ویې وژل.

اسلامي دولت نومي ډلې د دغه برید مسوولیت منلی و او بریدګر یې خپل ' سرتېری ' بللی و. خو ښاغلي اولاند ویلي د فرانسې پوځ به عراق ته و نه لیږي.

د فرانسې خبري اژانس په رپوټ کې د ولسمشر اولاند له قوله ویل شوي، چې ' ما نن د امنیت شورا غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د داعش نومي ډلې خلاف موږ د اتحاد برخه یو او له دې کبله باید عراقي پوځ ته وسلې ورکړو، دغه وسلې به راتلونکې میاشت عراق ته ورسیږي.' ولسمشر ته نژدې سرچینې وايي فرانسوي پوځي سلاکاران به هم عراق ته ولیږل شي، چې د اسلامي دولت نومي ډلې پر ضد د جګړې لپاره عراقي پوځیان وروزي.

ښاغلي اولاند زیاته کړه، فرانسه به د سپټمبر تر وروستیو پورې د الوتکو لېږدونکې بېړۍ هم سیمې ته واستوي، چې وايي د سوریې او عراق ترهګرو ډلو پر ضد بمباریو کې برخه واخلي.

هغه وايي فرانسه به عراق او سوریې کې د خپلو اییتلافي ملګرو ملاتړ روان وساتي، خو د عملیاتو لپاره به پوځیان دغه هېواد ته نه استوي.