BBC
 شاته

ډونالډ ټرمپ د امریکا 'خوندي' کولو ژمنه وکړه

Image copyright Getty images

د جمهوریت غوښتونکي ګوند له لوري د امریکا ولسمشرۍ ته د نوماندۍ منلو پر مهال اوهایو ایالت کې ډونالډ ټرمپ ویلي، د هغو څو اړخیزو خطرونو مخه به ونیسي، چې په خبره یې امریکا ورسره مخامخ ده.

د ګوند کنوانسیون ته د وینا پر مهال نوموړي وویل: '' هغه جرمونه او تاو تریخوالی به ژر پای ته ورسیږي، چې نن سبا امریکا ورسره مخامخ ده''.

ښاغلی ټرمپ وايي، که ولسمشر وټاکل شي، امریکا به هغه لور ته بیايي، چې د هېواد او ولس خوندیتوب به په کې لومړیتوب بلل کېږي.

د ټرمپ غونډې ته د هغه ګڼ شمېر پلویان راغلی وو، خو د پخواني ولسمشر بوش کورنۍ کسان په کې نه لیدل کېدل. نوموړي چې یو کال مخکې یې کمپاین پیل کړی و، وویل دی هیله مند دی، چې د 'وینا له کبله به یې ګوند یو موټی شي'.

Image copyright Getty

د ښاغلي ټرمپ د لهجې له نیمګړتیاوو سره سره داسې فکر کېږي، چې نوموړي مرورو کارګرو سپین پوستو ته خپل پیغام ورساوه، چې د نوموړي ملاتړې ډلې مخکښان دي.

دغه راز ټرمپ هغو تورپوستو امریکایانو توجه جلبولو هڅه هم وکړه، چې د بې وزلۍ کچه یې لوړه ده او د دوی د بې وزلۍ او وزګارۍ په اړه یې خبرې وکړې.

نوموړي وویل، 'اوباما حکومت و نه توانید په ښارونو کې دننه خلکو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، روزګار ورته ومومي او د جرمونو مخنیوی وکړي'.

Image copyright

دغه راز د ښاغلي ټرمپ په وینا کې د ده په خبره ' له ظالمانه او کرکجنې پردۍ ایډیالوژي ' د همنوږي ' همجنس خوښونکو ' امریکایانو ساتل هغه څه دي، چې له یوه جمهوریت غوښتونکي کاندید نه لومړی ځل اورېدل کېږي او ان د دې ګوند دریځ سره چې دا وروستیو کې یې درلود څرګند تضاد بلل کېږي.

له یوه ساعته اوږدې وینا کې ښاغلي ټرمپ وویل، چې د 'امریکا امنیت د اسلامپالو سخت دريځو، غیر ثبت شویو کډوالو او هغو سوداګریزو تړونونو له کبله له خطر سره مخامخ دی، چې امریکايي کارګر په کې پاتې راغلي دي'.

نوموړي دغه راز پر خپلې دیموکراتې سیالې هیلري کلینټن څو ځله لفظي بریدونه وکړل او هغه یې په ' مړینو، ویجاړۍ او ناتوانۍ ' تورنه کړه.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې خپل هېواد به بېرته 'خوندیتوب، سوکالۍ او د سولې حالت ته ستون کړي.'

د هغه په وینا زموږ هېواد به د سخاوت او ارامتیا هېواد وي، خو وايي په ورته مهال به زموږ هېواد کې قانون واکمن وی.