BBC
 شاته

د میامي پولیسو یو تورپوستی ډاکټر ویشتلی

چارلز کینسي: "لاسونه مې پورته نیلولي وو، ورته ویل مې ښاغلیه بې وسلې یم، ولې مې ولئ؟"
Image caption چارلز کینسي: "لاسونه مې پورته نیولي وو، ورته ویل مې ښاغلیه بې وسلې یم، ولې مې ولئ؟"

یو تورپوستی امریکايي رواني ډاکټر چې په فلوریډا ایالت کې پولیسو ویشتلی و، وايي، لاسونه مې پورته نیولي و، په ځمکه مې پروت کړی و او پولیسو ته مې وویل، چې بې وسلې یم، خو بیا یې هم وویشتلم.

پر موبایل اخیستل شوې ویډیو ښيي چې نوموړی له خپل یوه ناروغ سره چې لوبتوکی ور سره دی په سړک پروت کړی او پولیسو ته وايي، دی بې وسلې دی.

سیمه ییزې رسنۍ وايي، پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ د فلوریډا ایالت شمال کې رامنځ ته شوې ده.

ډاکټر چارلز کینسي چې د معیوبو ناروغانو رنځپوه دی، سیمه ییز تلوېزیون ته ویلي، د هغو ناروغانو لاسنیوی کوي، چې معیوب یا یې رواني حالت خراب وي.

تر دې وړاندې، امریکايي پولیس د تور پوستو په قصدي ویشتلو تورن شوي وو.

د میامي ایالت د شمالي برخې د پولیسو مشر نیل کیواس ویلي، افسرانو په دوشنبې خبر راکړ چې یو سړی د ځان ویشتلو هڅه کوي.

پولیسو له ښاغلي کینسي او د هغه له ناروغ وغوښتل چې پر ځمکه پروت وکړي.

په ثبت شوې وېډیو کې ښاغلی کینسي داسې حالت کې ښکاري چې ګنې بې وسلې دی او لاسونه یې پورته نیولي دي.

یاد ډاکټر پولیسو ته ویلي، چې وسله یې نه لرله یو بل سړی عقلي ناروغ و او له ځان سره یې یو لوبتوکی (لارۍ) لېږدوله.

د پولیسو مرستیال مشر کیواس وايي، یوه افسر پر دوی درې ځلې ډزې کړې چې کینسي پر پښه لګېدلی. هېڅ وسله له دوی سره نه ده موندل شوې.

پولیسو تر اوسه د ویشتونکو پولیسو هویت نه دی اعلان کړی، خو وايي چې ویشتونکی لاهم په رخصتۍ کې دی.

د فلوریډا ایالت د قانون تطبیقولو ادارې د پېښې څېړنه پيل کړې ده.

له یوه سیمه ییز تلوېزیون سره ښاغلي کینسي ویلي، د ځان په پرتله د خپل ناروغ د ژوند په اړه ډېر وارخطا وو.

د جولای پر ۵ مه، په بوسټن کې دوو سپین پوستو افسرانو یو ۳۷ کلن تورپوستی سړی وواژه.

Image caption په موبایل د الټون سټیرلینګ د وژل کېدو ثبت شوې وېډیو له تورپوستو وګړو سره د پولیسو د ناوړه چلند پر وړاندې پراخو لاریونونو ته لاره هواره کړه

د ویشتلو وېډیو یې په موبایل تیلیفون ثبت شوې ده، چې له کبله یې له تورپوستو سره د پولیسو د ناوړه چلند د مخنیوي په تړاو پراخ لاریونونه وشول.

یوه ورځ وروسته (د جولای ۶ مه)، یو بل تورپوستی او ۳۲ کلن فیلانډو کاسیل په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو په ډزو ووژل شو.

په دا بله ورځ په دالاس کې یوه سړي پنځه پولیس افسران د یوه سوله ییز لاریون د ساتنې پرمهال په ډزو ووژل شول.