برینن : روسیه یې خبرداره کړې وه چې په انتخاباتاتو کې مداخله و نکړي

د سي آی اې پخوانی مشر جان برینن وایي روسیې ته یې خبردارې ورکړی و چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله ونکړي

پاکستاني سناتوران: د طالبانو پخوانی ویاند ولې نازول کیږي؟

احسان الله احسان تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې پالل کیږي.

روسیه د افغان چارواکو له 'بې بنسټه تورونو' اندیښمنه ده

په کابل کې د روسیې سفارت د افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې وايي روسیه له طالبانو سره مرستې کوي.

د جرمني پولیسو یو پخوانی طالب د قتل په تور ونیو

د جرمني مقاماتو یو افغان په دې تور نیولی دی چې د طالبانو غړی و او د یو افغان پولیس په وژنه کې یې رول درلودلی دی.

ټرمپ: د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې کولو ته متعهد یم

ښاغلي ټرمپ وویل چې عباس او بنیامین نتنیاهو دواړو ډاډ ورکړې چی چمتو دي د سولی لپاره په ښه نیت کار وکړي.

راشد خان: تر آی پي ال مخکې نه پوهېدم، چې دومره استعداد لرم

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وايي په آی پي ال کې ډېرې داسې تجربې یې ترلاسه کړې چې مخکې یې نه درلودې.

ټرمپ کانگرس ته د ۴،١ تریلیون ډالرو بودجه لیږلې

د ولسمشر ټرمپ په بودجه کې د دفاع وزارت پیسې ډیرې شوي خو د باندنیو چارو وزرات او بهرنیو مرستو لپاره پیسې کمې شوې دي.

فیروز: د زیږون پرمهال د میندو د مړینې په اړه پخواني ریپوټونه سم نه دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې د راټیټیدو په اړه پخواني ریپوټونه سم نه دي او لا هم هرکال په سلوزرو میندو کې دولس‌سوه میندې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا د غړو شمیر له ٩ نه ٦۴ ته لوړ شو

د افغانستان اسلامي جمعیت وايي د دې لپاره چې دغه ګوند د افغانستان له ټولو قومونو څخه استازیتوب وکړي، د لنډمهالې دورې لپاره یې د خپلې رهبرۍ شورا د غړو شمیر له نهو څخه ۶۴ ته زیات کړی دی.

د کندهار شاولي کوټ کې د افغان پوځ لس سرتیري وژل شوي

په کندهار کې د افغان پوځ پر یوه قرارګاه د وسله والو طالبانو په یو ستر برید کې د ملي اردو لس سرتیري او د وسله والو طالبانو اوولس وسله وال وژل شوي دي.

روحاني وایی د ایران نه پرته په سیمه کې ثبات ناممکن دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې په ورځ ( مۍ ٢٢ ) وویل چې په منځني ختیځ کې د تهران د مرستې نه بغیر سوله او ثبات نشي ټینگیدلی.

د برتانیې د مانچسټر په ښار کې د بم په یوې چاودنې کې ١٩ تنه وژل شوي

د برتانیې د مانچسټر په ښار کې د موسیقۍ په یو کنسرټ کې په چاودنه کې نولس تنه وژل شویدي.

پاکستان په پوځ د انتقاد له کبله د ټولنیزو رسنیو د فعالینو نه تحقیقات کوي

په پاکستان کې یو امنیتي مامور د دوشنبې په ورځ ویلي چې د هغه فعالینو په خلاف یې اقدامات پیل کړیدي چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ملک د پوځ په ضد لیکل کوي

سږکال دیرش زره افغانان د حج فریضه ادا کوي

د تېر کال په پرتله حج ته د تلوونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سږکال دیرش زره افغانان د حج فریضه ادا کوي

د تېر کال په پرتله حج ته د تلوونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.