د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ناڅرګند راتلونکي په اړه د متشبثو ښځو اندېښنې - د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال د یکشنبې خپرونې په لومړي برخه کې، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د متشبثو میرمنو په وضیعت د پروګرام د میلمنو سره خبرې شوي او د خپرونې په دویمه برخه کې د افغانستان نابینا ورزشکارانو وضعیت ته کتنه شوې.
پاکستان: د ایران ولسمشر د اړیکو د ښه کېدو په هدف اسلام اباد ته راځي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د یو پلاوي سره یو ځای اسلام اباد ته ورځي چې د اړیکو د ښه والي او نورو مسائیلو په اړه خبرې وکړې.
صربستان ۲۵ کاله وروسته د ناټو ۱۰۰۰ کیلو ګرامه بم د ځمکې له لاندې راوویست
په صربستان کې متخصصینو نن یکشنبه اپریل ۲۱ (غوایي دوهمه) ددې هیواد په یو جنوبي ښار کې د شمالي اتلانتیک (ناټو) د ۱۹۹۹ کال څخه یو ۱۰۰۰ کیلوګرامه پاتې شوی بم وویسته.
د داعش ډلې د کابل د چاودنې مسئولیت ومانه
د داعش ډله ادعا کوي چې د کابل د تېرې د ورځې، چې د طالب مقاماتو په وینا یو تن په کې وژل شوی او درې نور ژوبل دي، د هغوی کار و.
نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي لرلید تیاره بریښې؛ خو طالبانو دا وړاندوینه رده کړې
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد اقتصادي لیرې لید تیاره بریښې او لږ ترلږه د بل ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د اقتصادي کساد خطر شته دی.
پخواني افغان پوځیان: ملګري ملتونه دې په ایران او پاکستان کې زمونږ حضور قانوني کړي
د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ملاتړ کميته وايي چې پخواني امنیتي منسوبین چې اوس مهال ایران او پاکستان ته کډه شوي په دغو هیوادونو کې د جبري ایستلو د خطر سره مخ دي، دغې کمیټې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د هغوی د جبري ایستلو د اقداماتو مخه دې ونیسي.
اسرائیل کې زرګونو د حکومت ضد مظاهره چیانو د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړله
زرګونو مظاهره چیانو شنبه اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ) د حکومت پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي و، د نویو انتخاباتو غوښتنه یې کوله او په غزې کې د حماس ډلې سره د پاتې برمته کسانو خوشې کیدو لپاره یې د حکومت لخوا د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه کوله.
استازو مجلس د اوکراین، اسرائیل او تایوان لپاره د مرستو لایحه منظوره کړه
د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس غړیو شنبه اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ) د اوکراین، اسرائیل او تایوان لپاره د ۹۵ ملیاردو ډالرو بهرنیو مرستو لایحه منظوره کړه چې دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو یې ملاتړ کړی.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
پاکستان د امریکا لخوا په چینایي شرکتونو بندیزونو لګولو باندې اعتراض وکړ
د پاکستان حکومت په څو نړیوالو شرکتونو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بندیزونو لګولو په پریکړې انتقاد کړی چې تور پرې دی د دې هیواد بالاستیک توغندیو پروګرام سره یې مرسته کړې.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
اردوغان د حماس له مشر سره له کتنې وروسته د فلسطین د یووالي غوښتنه وکړه
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ نیټه) وویل چې رجب طیب اردوغان په استانبول کې د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره له څو ساعته خبرو وروسته پر فلسطینیانو غږ وکړ چې متحد شي.
په لوګر کې د لرغونو تاریخي ابداتو کشف - نن او وضعیت
په افغانستان کې د طالبان د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د لوګر په ولایت کې د څلورو تاریخي ابداتو برسیره، شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاوې کشف او ثبت شوي دي. د نن او وضعیت په خپرونه کې پر همدې موضوع د پروګرام له میلمه محقق او لېکوال، شهسوار سنګروال سره خبري کوو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکیچ – سپینې خبرې
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستي کړکیچ ته په اشارې ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې غچ اخیستو ته د پای ټکې کيښودل شي. په سیمه کې ددغه کړکیچ د دوام پایلې به څه وي؟