د تورخم دروازه لا هم تړلې؛ ناروغان او موټر چلوونکي له ستونزو شکایت کوي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۱) د اوومې ورځې دپاره هم تړلې او د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې خلک د ستونزو څخه شکایت کوي.
د پاکستان سرپرست صدر اعظم: د طالبانو حکومت مشروع نه دی
د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو حکومت «مشروع نه بولي» او وايي چې هغه یو «سرپرست» حکومت دی.
هیدر بار: افغانستان کې بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي ته باید یو ځواب ویوونکی میکانیزم جوړ شي
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا څخه په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره د یو ځواب ویوونکي میکانیزم د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده.
بنیټ طالبانو ته: د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د بدبختۍ ډکه تګلاره بدله کړئ
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ددغې شورا ۵۴ غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی، چې د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې دې خپلې سختې او د بدبختۍ ډکې پالیسۍ بدلې کړي.
د شمالي کوریا مشر روسیې ته رسیدلی : روسي مطبوعات
د روسیې دولتي خبري اژانس ریا ناوستي ویلي یو اورګاډی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پکې سپور دی په سیمه ایز وخته سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) روسیې ته داخل شوی.
امریکا کې د سپټمبر ۱۱ مې بریدونو یاد: بایډن په امریکایانو د یووالي غږ وکړ
پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو ۲۲ مه کالیزه لمانځل کیده، جمهور رئیس جو بایډن د امریکا د ولس څخه د یووالي غوښتنه وکړله.
امریکا: د القاعده بیا ژوندۍ کیدل احتمال نلري
د متحده ایالاتو تازه استخباراتي ارزیابي څرګندوي چې د القاعده شبکه په عملي توګه له پښو لویدلې او د دې توان نلري چې د دې هیواد په خاورې بریدونه وکړي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
هند پاکستان ته په کرکټ کې لویه ماتې ورکړه
د اسیا کپ د کرکټ په سیالیو کې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (وږې۲۰) هند پاکستان ته د ۲۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
پر امریکا د سپتمبر ۱۱ بریدونو ۲۲ کاله وروسته - اشنا ځانګړې خپرونه
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د دوشنبې د ورځې په دغه پښتو او دري ګډه خبري خپرونه کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو پر بېلابېلو اړخونو د چارواکو وروستۍ څرګندونې او د څېړونکو ارزونې درسره شریکووـ
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
سیلابونو په لیبیا کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه کړي
په لیبیا کې چارواکو نن دوشنبه سپتمبر ۱۱ (وږي۲۰) وویل چې سیلابونو د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې شاوخوا ۱۵۰ کسان مړه کړي دي.