پنتاګون: سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډو د سخت دریځو بریدونه زیات شوي
پنتاګون وایي د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) د سوریې په ختیځ فرات سیمه کې د متحده ایالاتو د ماموریت په نیم کیلومترۍ کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو اورپکو له خوا د توغندیو څو بریدونه شوي دي.
هندي کشمیر کې یو بس کندې ته لوېدلی او لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په یوې غرنۍ سیمې کې یو مسافر وړونکی بس له سرک څخه یوې ژورې کندې ته غورځیدلی او لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې مړه شوي دي.
فرانسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو حکم وکړ
فرانسې په کیمیاوي بریدونو او بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرلو په تور د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو نړیوال حکم صادر کړی دی.
ملګري ملتونه:له پاکستان څخه تراوسه له ۳۲۷ زرو څخه زیات افغان کډوال وطن ته ستانه شوي
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د روان بهیر په ترڅ کې په تیرو نږدې دوو میاشتو کې له دغه هیواد څخه ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د ویټامین سي ګټې؛ ولې دا ویټامین باید په ورځنیو خواړو کې شامل وي؟
ویټامین سي د بدن لپاره یو ضروري ویټامین بلل کېږي او ګټې یې هم زیاتې دي، چې د بدن د داخلي ایمني سیستم د تقویې څخه نیولې د وینې دفشار تر کنترول پورې برخو کې مرسته کوي.
ملګرو ملتونو د طالبانو مشروعیت د میرمنو آزادۍ سره وتاړه
یوه تازه ارزیابي چې د ملګرو ملتونو په غوښتنې شوې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو موضوع یې د نړیوال تړون له مخې د افغانستان په مسؤلیتونو او ژمنو عمل کولو پورې تړلی دی چې له مخې یې طالبان باید په سمدستي توګه د میرمنو د تعلیم او کار کولو په حقونو لګیدلي بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړي. د دې راپور یوه مسوده چې امریکا غږ ترلاسه کړې پکې ویل شوي، " په هرو نړیوالو نظامونو او ادارو کې په رسمي توګه د افغانستان بیا ورګډیدل، د افغان میرمنو برخې اخیسنې او رهبریت ته اړتیا لري". د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو پریکړه لیک کې د مارچ په میاشت کې د عمومي منشي انتونیو ګوتریش څخه د دې ارزیابۍ غوښتنه کړې وه. په پریکړه لیک کې غوښتل شوي و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې بحران ځپلي افغانستان سره د "متحد او ښکاره نړیوال دریځ" لپاره د روانې نومبر میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې د مخکې تګ لپاره وړاندیزونه برابر کړي. ښاغلي ګوتریش د دې ارزیابۍ لپاره د ترکیې د حکومت پخوانی چارواکی فریدون سينيرلي اوغلو وټاکه چې د دې ماموریت د چارو مشري وکړي. سينيرلي اوغلو ددې ارزیابۍ چمتو کولو لپاره په افغانستان کې د طالب چارواکو، په بهر کې میشتو افغانانو، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او ادارو د استازو سره وکتل چې د افغانسان سره سر او کار لري. ښاغلي سينيرلي اوغلو غوښتل چې د ملګرو ملتونو مشر ته د راپور وړاندې کولو څخه وړاندې د افغانستان وضعیت وګوري. په راپور کې یادونه شوې چې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت – په ځانګړې توګه د نجونو په تعلیم بندیزونه یوزاینۍ داسې ستونزه وه چې پدې سلا مشورو کې ډیرو کسانو یاده کړې وه. د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې افغان میرمنو، د سوداګرو ټولنو، د روغتیا او تعلیمي چارو مسلکي کسانو،مذهبي او قومي مشرانو، مدنې ټولنې او آن د طالبانو د حکومت ډیرو استازو د دې ستونزې یادونه کړې وه. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو اوسنیو چارواکو کوښښ کاوه توجیه کړي چې د میرمنو او نجونو په کار او تعلیم دا بندیزونه او محدودیتونه د شریعت او افغان کلتور برخه ده خو د راپور له مخې دا ډول بندیزونه د اسلامۍ همکارۍ سازمان په هیڅ غړي هیواد کې نشته. ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې ډیر شمیر افغان وګړي هم د طالب چارواکو دا خبر نه مني چې ګواکې دا بندیزونه د افغان دود او دستور سره برابر دي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا بندیزونه او محدودیتونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره هم غیر ګټور دي. په راپور کې د سلا مشورو پر اساس، وړاندیز شوی چې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت او تر ۴۵ کالونو وسله والې شخړې وروسته پدې هیواد کې د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره دې د افغانان ملي خبري اترې پیل شي. ملګرو ملتونو همدارنګه پدې راپور کې ویلي چې همدا کړنه به افغانستان ته شرایط برابر کړي چې په نړیوال نظام کې په بشپړه توګه ورګډ شي. په راپور کې د نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د افغانسان ملیاردو ډالره کنګل شویو شتمنیو خلاصولو لپاره د حل یو لار پیدا کړي او که چیرته طالبان پخپلو ژمنو وعمل وکړي او ټولو ته په حکومت کې برخه ورکړي، د دې ډلې په غړیو لیګدلو بندیزونو لیرې کولو دې هم غور وکړي. سره لدې چې طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو پدې راپور تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې پخپلو پالیسیو دا ډول انتقادونه رد کړیدي او دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې. که څه هم چې د طالبانو د حکومت په کابینې کې هیڅ میرمن نشته خو هغوي ټینګار کوي چې په حکومت کې یې د افغانستان ټولو قومونو او توکمنو ته برخه ورکړې. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي خو د هغوي سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم حکومت یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.
واشنګټن کې د اسرائیل په پلوۍ د لسګونو زرو کسانو لاریون
لسګونو زرو کسانو سه شنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل سره ملاتړ څرګندولو په خاطر لاریون وکړ.
سیګار: افغانستان سره د امریکا شوې مرستې طالبانو ته په لاس ورځي
متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، د افغانستان سره یې نږدې ۲ ملیارده ډالر مرسته کړې.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د برازیل ولسمشر: اسرائيل په غزې کې د 'تروریزم معادل' اعمالو مرتکب کېږي
د برازیل ولسمشر نن سه شنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) وویل چې اسرائيل په غزې کې له حماس سره په جګړې کې د ښځو او ماشومانو په وژلو سره د «تروریزم معادل» اعمالو مرتکب کېږي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د پاکستان په سنا کې د افغان کډوالو له شړل کېدو سره مخالفت ښودل شوی
د پاکستان د سنا مجلس یو شمېر غړو د افغان کډوالو له شړلو سره مخالفت ښودلی او د اسلام اباد دا اقدام یې ددغه هېواد له قانون څخه سرغړونه بللې ده.
د اسرائیل پوځ وايي د حماس ډلې د پارلمان ودانۍ یې نیولې
د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۳) ادعا وکړه چې په غزې کې یې د حماس ډلې د پارلمان ودانۍ نیولې ده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د پاکستان څخه د کډوالو شړل د سیمې ثبات ته ګواښ بلل شوی - سپینې خبرې
له پاکستان څخه په ډلهییز ډول د افغان کډوالو د ایستلو هممهاله د بحران نړیوال سازمان ویلي چې دا کار د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي. سیمهییز هېوادونه باید دغه مسئله څنګه مدیریت کړي؟ د نن شپې د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله بحث کوو. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.