ارګ له پاکستان سره د کرکټ لوبې نه دي لغوه کړي -نجیب ازاد

جمهوري ریاست وايي د افغانستان د کرکټ بورډ او په پاکستان کې له افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال څخه له پاکستان سره د لوبو په اړه جزییات غواړي.

امریکا د خپلو وژل شویو عسکرو یاد تازه کوي

نن په ټولې امریکا کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو د یاد لمانځلو په خاطر عمومي رخصتي ده. امریکایان هر کال د مۍ ۲۹ دا یاد تازه کوي.

هند: چې پاکستان کې ترهګري ختمه نه وي، ورسره کرکټ نکوو

هند وايي تر څو چې د سرحد اغاړې په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې نه وي، له دغه هېواد سره د کرکټ سیالۍ نه کوو.

اسټرالیا افغانستان ته نور سرتېري لیږي

اسټرالیا افغانستان ته ٣٠ سرتیري لیږي څو هغه هیواد کې د ناتو په مشرۍ د روزنې او سلامشورې ماموریت کې برخه واخلي.

دفاع وزارت په افغانستان کې د ناپيژاندو هلیکوپټرو ناسته نه تائیدوي

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د دوشنبې به ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی په دې نه پوهیږي چې د دغسې خبرونو د خپرولو ترشا څوک دي.

هوتکي : ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکه مو له غصب ژغورلې

د پلازمینې د زون د پراختیا خپلواکه اداره وایي چې د تیر یو کال په موده کې یې ۳۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب ژغورلې او دولت ته یې ستنه کړې ده.

د الشباب ترهگرې ډلې یو سړی سنگسار کړ

د صومالیې د رما ادی په سیمه کې د الشباب ترهگرې ډلې یو ۴۴ کلن سړی سنگسار کړیدی.

جرمني وایي اروپا باید د خپل راتلونکي غم په خپله وخورې

د جرمنۍ صدراعظمې اینگلا میرکل د یکشنبې په ورځ وویل چې په تیرو څو ورځو کې یې دا احساس کړیده چې اروپا باید نوره په امریکا اتکا ونکړي.

افغان قرغز ماشومان قرغزستان ته د زده کړو لپاره ځي

د بدخشان د پامیر د غرونو د قرغز اوسیدونکيو ۲۸ ماشومان قرغزستان ته د زده کړو لپاره استول کیږي، له دغو ماشومانو سره یې د کورنۍ یو یو غړی هم بیول کیږي.

افغانستان دې له پاکستان سره د کرکټ لوبې وکړي کنه؟

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوبو له تړون وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه ډېرو خلکو انتقادونه وکړل، مګر د تړون ملاتړي هم شته.

 ټرمپ سرخوږیو ته راستون شو

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له سفره راستون شو خو کور دننه له یو لړ سختو سیاسي ستونزو سره مخامخ دی.

افغان حکومت: سږکال به یو میلیون افغان کډوال هیواد ته ستانه شي

د افغان حکومت اټکل دی، چې د سږني کال تر پایه به شاوخوا یو ملیون افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته راستانه شي.

هلمند کې د طالبانو له زندان څخه یوولس بندیان خوشې شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېره شپه افغان پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو عملیات په پایله کې د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو له یو زندان څخه یوولس بندیان خوشې کړي دي.

الکول د سینې د سرطان د ناروغۍ خطر ډیروي او سپورت ېې کموي

دغه لویه څیړنه، چې د ۱۱۹ پخوانیو څیړونو مجموعه ده، د امریکا د سرطان د ناروغۍ د څیړنو انستیتوت کړې ده.

په روسیې کې کمونست ګوند غواړي ځوانان ځان ته جلب کړي

د روسیې کمونسټ ګوند داسې د ولسي او غربي کلتورونو داسې تصویرونه استعمالوي چې ځوانان ځان ته راجذب کړي.