د اسرائیلو او حماس ترمنځ د نښتو بیا پیل کېدل - اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ اشنا د شنبې په خپرونه کې د طالبانو نه د پاکستان د توقعاتو، د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړو د بیا پیل کېدو او د ازمازون په سیمه کې د وچکالیو د زیانونو په اړه مهم راپورونه لرو .
پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوام - یوه موضوع، څو زاویې
ناټو په داسې حال کې د اوکراین پر ملاتړ ټینګار کړی چې د ځینو کارپوهانو په وینا، د اوکراین په جګړه کې د ښکېلو خواوو لپاره د بریالیتوب څرک نه ښکاري. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل څخه راپدېخوا، څه باندې لس زره اوکرایني ملکي وګړي وژل شوي دي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل دوام ته کتنه شوې ده.
عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له ریاست څخه ګوښه شو
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مقاماتو د شنبې په ورځ ډسمبر دوهمه (لیندۍ ۱۱) وویل چې ددې ګوند مشر پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند له مشرۍ څخه ګوښه کړای شوی دی.
د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې - بو علي سینا
د ايډز نړيواله ورځ او په افغانانو کې د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی او د ناپاکو اوبو څښلو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغيو مخنيوی، د انسان پر روحياتو د جګړې اغېزې، د جلدي ناروغیو لاملونه او د درملنې لارې چارې، او د روغتیا د نړۍ نور خبرونه د بو علي سینا د دې اونۍ په خپرونه کې وګورئ.
روغتیا نړیوال سازمان: له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي
روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یو تازه راپور کې ویلي چې د نومبر د میاشتې د لومړۍ نیټې راهیسې یې له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
اروپايي ټولنې ستنیدونکو افغان کډوالو او زلزله ځپلو سره د ۱۴۳ میلیون یورو مرسته اعلان کړې
افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې د ۱۴۲.۸ میلیونو یورو دا مرسته به دغه هیواد کې په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، داخلي بې ځایه شویو کورنیو او هغوی چې د بې ځایه کیدو له امله اغیزمن شوي د روغتیا، تغذيي، پوهنې اود څښلود اوبو په برخو کې په مصرف ورسیږي.
پاکستان: د طالبانو حکومت د تروریستانو په خلاف اقدام په اړه زمونږ تمه نه ده پوره کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان مقاماتو [طالبانو ] څخه یې چې د تروریستي ډلو په خلاف د اقدام کولو کومه تمه لرله پایلې یې هغسې نه وې چې دا د پاکستاني چارواکو د مایوسۍ سبب شوی دی.
اسرائیل د فلسطیني سیمو څخه د ملګرو ملتونو یوه جګپوړې چارواکې باسي
اسرائیلي چارواکو ملګرو ملتونو ته جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۰) خبر ورکړی چې د فلسطیني سیمو لپاره ددې ادارې د بشري چارو همغږۍ کوونکې ویزه به تمدید نکړي چې د سیمې څخه د هغې د ایستلو معنی لري.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د امریکا په تاریخ کې د شپږم ځل لپاره د استازو مجلس یو غړی د دې مجلس څخه وایستل شو
د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس غړیو چې اکثریت پکې د جمهوري غوښتونکي سره دی، جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۹) یې پدې مجلس کې د نیویارک ایالت یو استازی جورج سانټوز د رایو په اکثریت له مجلس وایست.
د امریکا د سترې محکمې لومړنۍ قاضۍ مړه شوه
د امریکا د سترې محکمې لومړنۍ قاضۍ سانډرا ډې اوکانر د جمعې په ورځ د ۹۳ کلونو په عمر مړه شوه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
هرات کې په دوو نورو شیعه عالمانو باندې په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي
د هرات ولایت د جبریل ښارګوټي یو سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکو د جمعې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نېټه (لیندۍ ۱۰) وویل چې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په یوه رېکشا کې په سپرو دوو شیعه دیني عالمانو باندې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰