د افغان کډوالو په اړه د امریکايي او پاکستاني چارواکو لیدنې کتنې - سپینې خبرې
لوړ پوړي امریکايي او پاکستاني چارواکي نن د افغان کډوالو او په امریکا کې یې د میشتېدو د بهیر په اړه خبرې کوي. ایا د لویدیځو هیوادونو او پاکستان ترمنځ خبرې به په پاکستان کې د کډوالو ستونزې حل کړي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله بحث کوو.
اسرائیل د غزې په دوهم ستر ښار کې خلکو ته د وتلو امر کړی
اسرائیل د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د غزې تړانګې د دوهم لوی ښار خان یونس د ځینو سیمو له اوسېدونکو په داسې حال کې وغوښتل چې دا سیمه پرېږدي چې اسرائیلي ځواکونو د حماس د وسله والو پر ضد هوايي بریدونو او ځمکنۍ جګړې ته زور ورکړی دی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزې - اشنا د دوشنبې خپرونه
پاکستان کې د افغانو کډوالو د ستونزو، د صنعتی نشه یي توکو د تولید له کبله د ایران په اندېښنو او دحماس او اسرائیل ترمنځ د جګړو د دوام په اړه راپورونه او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
بولټن: طالبان د افغانستان اصلي ستونزه ده
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، په افغانستان کې د طالبانو او "بهرنیو ترهګرو" موجودیت اوس هم "امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو ته مستقیم ګواښ دی."
ایران کې د افغان کډوالو ستونزې - اتصال
د اتصال په خپرونه کې مو په ایران کې د افغان کډوالو نویو ستونزو ته کتنه کړې، ایران د دغه هیواد ۱۶ ولایتونو ته د کډوالو په تګ راتګ بندیز لګولی، له بلې خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا تابعیت یا دایمي استوګنه لري، یوه نوې اسانتیا رامنځته کړې.
اسرائیل: غزه کې تراوسه ۱۵ یرغمل وژل شوي
د اسرائيل د صدراعظم دفتر د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) وويل، د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس له بريدونو راهیسې په غزه کې د حماس په قید کې یې د ۱۵ یرغمل کسانو مړینه ثبت کړې ده.
جاپان کې د غورځېدلي امریکايي پوځي الوتکې سره پنځه مړي موندل شوي
د متحده ایالاتو او جاپان ژغورونکې عملې د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) وویل چې د هغې امریکايي پوځي الوتکې له پاتې شونو سره یې پنځه جسدونه موندلي چې تیره اونۍ د جاپان په سواحلو کې وغورځېده.
د روسیې یو جنرال په اوکراین کې وژل شوی
د کرملین مقامات وايي چې یو روسی جنرال په اوکراین کې د ماموریت پرمهال وژل شوی دی. دا د روسیې وروستی لوړ رتبه پوځي مامور دی چې په اوکراین کې د روسیې د ۲۱ میاشتو راهیسې د روانو عملیاتو په ترڅ کې وژل کیږي.
د ترکیې استانبول ته څېرمه زلزله شوې
د ترکیې استانبول ښار ته څېرمه د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزله شوې او د ترکیې تر ټولو لوی ښار یې لړزولی دی.
یوامریکايي پلاوی د افغان کډوالو په مسله پاکستاني چارواکو سره خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی
ټاکل شوې چې لوړ پوړې امریکايي او پاکستاني چارواکي به د دوشنبې په ورځ ډسمبرڅلورم(لیندۍ ۱۳) په اسلام اباد کې د زیانمنوونکو افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالود میشتیدود بهیر په اړه خبرې وکړي.
جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۵۸ میلیونو ډالره نوې مرسته اعلان کړې
کابل کې د جاپان سفارت ویلی چې د افغانانو د بشري لومړینو اړتیاو د پوره کولو لپاره د ۵۸.۴ میلیونو امریکايي ډالرو دا نوې مرسته به ددغه هیواد غیر حکومتي موسسو او د ملګروملتونو د ادارو له لارې په مصرف ورسیږي.
پنځه ایراني پلوي ملیشې په عراق کې په هوایي برید کې وژل شوي
په عراق کې امنیتي سرچینو ویلي چې لږ تر لږه پنځه ملیشې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، ددې هیواد په شمال کې په هوایي برید کې وژل شوي.
پنټاګان: حوثي یاغیانو په سرې بحیرې کې په امریکایي جنګي او سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي
د متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي په سرې بحیرې کې د امریکا یوې جنګي کښتۍ او څو سوداګریزو کښتیو یکشنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) بریدونه شوي خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.