ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام - سپینې خبرې

د یوناما مشرې ویلي د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو د حکومتدارۍ د سیستم برخه ګرځیدلې. د دغه بندیز دوام د افغانستان پر راتلونکي څه اغېز لري؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې د همدې موضوع په اړه خبرې کوو. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

09.11.2023 امریکا غږ

عراق کې د نړیوال ایتلاف پر ځواکونو د ډرون بریدونه شوي

د عراق د کردستان په خودمختاره سیمه کې مقاماتو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۹ (لړم ۱۸) وویل، چې دوو بې پیلوټه الوتکو یو پوځي هوايي ډګر په نښه کړ چې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف ځواکونه په کې مېشت دي.

09.11.2023 امریکا غږ

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ناندریو دوه اړخیز اغېز - اشنا د پنجشنبې خپرونه

د پاکستان د سرپرست صدراعظم نیوکو ته د طالبانو غبرګون، د اسرائیل لخوا د غزې د اشغال په تړاو نړیوال مخالفتونه، هند ته د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سفر، په افغانستان کې د ښوونځیو پر ځای د مدرسو د شمیر زیاتوالی، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په دې خبري ټولګه کې وګورئ.

09.11.2023 امریکا غږ

د طالبانو او پاکستان د اړیکو راتلونکی به څنګه وي؟ - اتصال

د پاکستان سرپرست صدراعظم ویلي د طالبانو حکومت د اورپکو په مخنیوي کې پاتې راغلی او له کبله یې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې. د اتصال په نننۍ خپرونه کې ددغې موضوع برسېره، د جرمني د کډوالۍ په قوانینو کې تازه بدلونونه او پر افغان کډوالو یې اغیزې ارزول کېږي.

09.11.2023 امریکا غږ

د روغتیا نړیوال سازمان: د هرات زلزلو شاوخوا ۴۳ زره کسان زیانمن کړي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)  وايي چې د هرات په ولایت کې د تیرې میاشتې زلزلو له امله ۴۳ زره او ۴۰۰ کسان مخامخ زیانمن شوي چې ۲۳ فیصده یې ماشومان دي.

09.11.2023 امریکا غږ

بلینکن: د شمالي کوریا او روسیې 'پراخېدونکې' پوځي اړیکې 'خطرناکې' دي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ نظامي اړیکې "مخ په پراخېدو او خطرناکې" دي او پر چین یې غږ وکړ چې د پیونګ یانګ مخنیوی وکړي.

09.11.2023 امریکا غږ

د یوناما مشره: د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو د حکومتدارۍ د سیستم برخه ګرځیدلې

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، یو ځل بیا د طالبانو له خوا  پر افغان نجونو او ښځو باندې له شپږم ټولګي پورته زده کړو په بندیز اندیښنه ښودلې ده.

09.11.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: عاجل طبي مواد او درمل د غزې یو روغتون ته ورسېدل

ملګري ملتونه وايي چې په یو نادر اقدام کې د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم۱۷) د غزې د الشفاء روغتون ته عاجل طبي مواد او درمل ورسېدل. 

09.11.2023 امریکا غږ

امریکا دفاع وزارت: په سوریې کې مو د ایران مربوطه د وسلو یوه زیرمه بمبار کړې

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې الوتکو یې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (لړم۱۷) د سوریې په ختیځ کې د ایران مربوطه د وسلو یوه زیرمه بمبار کړې ده.

09.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.11.2023 امریکا غږ

د سوریې بشري حقونو څار ډله: د داعش بریدونو کې ۳۴ حکومت پلوه جنګیالي وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي چې د داعش ډلې د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه  (لړم۱۷) په یو لړ بریدونو کې د سوریې د حکومت ۳۴ ملاتړي جنګیالي وژلي دي.

08.11.2023 امریکا غږ

نړیوالې بشري ډلې په غزه کې اوربند غواړي

د بې سرحده ډاکټرانو، د بخښنې نړیوال سازمان او د اکسفام په ګډون د ۱۳ لوی بشري سازمانونو ایتلاف د نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې په غزه کې د اوربند لپاره هڅه وکړي.

08.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more