ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

07.12.2023 امریکا غږ

رویا محبوب: طالبانو د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم یو شمېر همکاران نیولي

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم بنسټ ایښودونکې رویا محبوب وايي، چې طالبانو په تېرو شپږو اونیو کې د درېیو ښځو په ګډون د دغې ټیم څو غړي نیولي دي.

07.12.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

07.12.2023 امریکا غږ

امریکا په اوکراین کې دننه د وسلو او مهماتو په تولید موافقه وکړه

د امریکا متحدو ایالتونو او د اوکراین چارواکو د چهارشنبې په ورځ، دسمبر ۶ (لیندۍ ۱۵مه) یو داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې په اوکراین کې دننه د اوکرایني ځواکونو لپاره د وسلو او مهماتو د تولید زمینه هواروي.

07.12.2023 امریکا غږ

افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو له حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې - اشنا د پنجشنبې خپرونه

پاکستان څخه د ستنېدونکو افغان کډوالو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه تازه اندېښنې، د امریکا د مشرانو جرګه کې د اوکراین او اسرائیل سره د سپينې ماڼۍ د پیشنهاد شوې مرستې رد کېدل، د افغانو ښځو د مدني حقونو د دفاع دپاره، د سندرغاړې اریانا سعید په شمول، د یو شمیر جلاوطنه افغانو ښځو د ټولنې پرانیستنه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.

07.12.2023 امریکا غږ

سیمې ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سفر - اتصال

د اتصال په دې خپرونه کې مو د سیمې هیوادونو ته د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ په سفر او په افغانستان کې زدکړو کیفیت په اړه د بشري حقونو د څار سازمان پر اندیښنو له میلمونو سره خبرې کړي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

07.12.2023 امریکا غږ

د غزې په ښارونو کې جګړې زور اخیستی

په غزه کې د پنجشنبې په ورځ دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) د لویو ښارونو دننه او شاوخوا کې درنې جګړې په داسې حال کې دوام درلود چې د اسرئیل او حماس ترمنځ شخړه درېمې میاشتې ته داخله شوه.

07.12.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي راپور ته غبرګون؛ 'د افغانستان واقعیتونه نه دي منعکس شوي'

یو شمیر مدني فعالانو، د معترضو ښځو ډلو، ځینو سیاسي جریانونواو بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغان کارپوهانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي راپور ته غبرګون کې ویلي چې په دغه پورکې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اوسني واقعیتونه نه دي منعکس شوي.

07.12.2023 امریکا غږ

ملګروملتونو کارپوهان: ستنیدونکي افغانان د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا کارپوهانو خبرداری ورکړی چې هغه افغان کډوال چې د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې له لومړۍ ورځې راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته کډه کولو ته اړ شوي د ستنیدلو وروسته د بشري حقونو د جدي سرغړونو سره مخ دي.

07.12.2023 امریکا غږ

بخښنې نړیوال سازمان: د هاګ محکمه دې افغانستان کې د جرمونو پلټنو ته لومړیتوب ورکړي

د بخښنې نړیوال سازمان د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څخه غوښتي چې په افغانستان کې دې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه ددغې ډلې او نوروښکیلو غاړو له خوا د ترسره شویو جرمونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي.

07.12.2023 امریکا غږ

جي-۷ هېوادونه د روسیې د الماسو واردات محدودوي

د جي-۷ هېوادونو مشرانو د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د انلاین غونډې څخه وروسته پرېکړه کړې چې د روسیې د الماسو واردات به محدود کړي.

07.12.2023 امریکا غږ

پاکستان وايي ۴۵۰زره بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) په اسلام اباد کې په یوې غونډې کې وویل چې نژدې ۴۵۰زره بې اسناده افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ستانه شوي دي.

07.12.2023 امریکا غږ

د امریکا سنا له اوکراین او اسرائیل سره د مرستو د لایحې مخه ونیوله

د متحدو ایالتونو سنا د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) د سپینې ماڼۍ له لورې د هغې وړاندې شوې لایحې مخه ونیوله چې په کې یوکراین او اسرائيل ته میلیاردونه ډالر نوې امنیتي مرستې غوښتل شوي.

07.12.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

07.12.2023 امریکا غږ

اسرائيلي بنسټ: ختیځ بیت المقدس کې یهودانو لپاره ۱۷۰۰ نوي مېشت ځایونه منظور شوي

د Peace Now  (سوله اوس) په نوم د اسرائيل یو نادولتي‌ بنسټ د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) وویل چې اسرائیلي مقاماتو د یهودانو لپاره د څه باندې ۱۷۰۰ نویو کورونو جوړول منظور کړي، دا په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د مېشت ځایونو د پراخولو یو اقدام بلل کېږي. دغه بنسټ ویلی دي چې د ۱۷۳۸ نویو جوړېدونکو کورونو نیمايي به یې د ښار په نوې یو ځای شوې ختیځې برخې کې ورغول شي.  (Peace Now) فرانس پرس اژانس ته وویل: «که جګړه نه وای، دې کار به ډېره غوغا پارولې وای. دا د ختیځ بیت المقدس او لویدیځې غاړې ترمنځ د فلسطیني دولت د داوم لپاره یوه ستونزمنه پروژه ده.» دا بنسټ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د منظورو شویو جوړېدونکو کورونو نیمايي به یې «په ختیځ بیت المقدس کې  له زرغونې کرښې وراخوا او نیمايي نور به یې په زرغونې کرښې کې دننه» جوړېږي. زرغونه کرښه هغې سیمې ته ویل کېږي چې د اسرائيل تر ایجاد یو کال مخکې په ۱۹۴۹ کې د جګړې له ختمېدو او اوربند څخه وروسته وټاکل شوه. دا سیمه بیت المقدس په لویدیځ او ختیځ وېشي. اسرائیل په ۱۹۶۷ کې ختیځ بیت المقدس اشغال کړ او بیا یې له خپلې خاورې سره یو ځای کړ، ملګرو ملتونو د اسرائیل دا اقدام په رسمیت پېژندلی نه دی. د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې «اسرائیل د غزې د جګړې په اړه د نړیوالو له اندېښنو څخه استفاده کوي او په اشغال شوي بیت المقدس کې نوې معمارۍ» منظوروي. وزارت ویلي دي چې دا د اسرائیل پلان و چې په بیت المقدس کې مېشت ځایونه او مېشت کېدونکي زیات کړي او بیا یې له فلسطیني غاړو څخه جلا کړي. د مېشت ځایونو په ضد د (Ir Amin) په نوم د یوې نادولتې ادارې د معلوماتو په اساس په ختیځ بیت المقدس کې نژدې ۳۰۰زره فلسطینیان او ۲۰۰زره اسرائيلیان ژوند کوي. د فرانس پرس اژانس راپور وايي چې په اشغال شویو سیمو کې د اسرائيل له لوري د مېشت ځایونو جوړول د نړیوال قانون خلاف کار دی. په ۲۰۱۶ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو پرېکړه لیک کې د اسرائيل د مېشت ځایونو جوړول وغندل. دا اقدامات داسې مهال کېږي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه لا هم روانه ده. د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. اسرائیل وايي په دغو بریدونو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د حماس ډلې ۲۴۰ نور یرغمل کړل چې یو شمېر یې په اوربند کې تبادله شول. په غزې کې د روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۱۶۰۰۰ کسان وژل شوي‌چې اکثریت یې ماشومان دي. خپلواکو سرچېنو دا ارقام تائید کړي نه دي

07.12.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more