ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانو کډوالو سره د پاکستان پر چلند د ملګرو ملتونو تازه اندېښنې - اشنا د پنجشنبې خپرونه

پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیشنرۍ اندېښنه، د امریکا د متحدو ایالتونو او چین د ولسمشرانو لیدنه، په غزه کې د جګړې وروستی حال او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.

16.11.2023 امریکا غږ

د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت د امریکا اغېز - اتصال

د اتصال په دې خپرونه کې د افغانستان په هکله د امریکا د کانګرس وروستۍ ناسته او د دغه ډول ناستو د اغېزو په اړه بحث شوی او همدارنګه په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې حال څېړل شوی دی. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

16.11.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس په جګړه کې د سرغړونو په اړه د نړیوالې پلټنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۶(لړم ۲۵مه) په غزه کې د جګړې پر مهال د اسرائیل او حماس له خوا د بشري قوانینو څخه د سرغړونو په اړه د پراخو نړیوالو پلټنو غوښتنه وکړه.

16.11.2023 امریکا غږ

کامرون کیف ته په ناڅاپي سفر کې د اوکراین سره په پوځي ملاتړ ټینګار وکړ

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) کیف ته په یو ناڅاپي سفر کې پداسې حال کې له اوکراین سره د پوځي ملاتړ د دوام ژمنه وکړه چې د لویدیځ پام منځني ختیځ ته اوښتی.

16.11.2023 امریکا غږ

کاکړ: افغانستان کې یو مشروع حکومت د جوړیدو وروسته د کابل او اسلام آباد اړیکې ښې کیدای شي

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د طالبانو د حکومت سره د اړیکو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې به هغه مهال ښې شي چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت په کار پیل وکړي.

16.11.2023 امریکا غږ

طالبان: دوو اونیو کې له ۷۳ زرو څخه زیات افغان کډوال سپین بولدک له لارې وطن ته ستانه شوي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر په ترڅ کې په تیرو دوو اونیو کې د چمن - سپین بولدک له لارې ۷۳ زره او ۲۰۸ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

16.11.2023 امریکا غږ

کاناډا: د۴۰ زرو افغان کډوالو د تخلیې ژمنه مو پوره کړې ده

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۲۵ افغانان انتقال کړي، چې ورسره دغه هیواد ته د روان ۲۰۲۳ ترپایه د ۴۰ زرو افغان کډوالو د انتقالولو ژمنه یې هم پوره کړې ده.

16.11.2023 امریکا غږ

د امریکا او چین ولسمشرانو د پوځي اړیکو په بیا رغولو موافقه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو  ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې نومبر ۱۵ (لړم۲۴) په ماښام د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره خپل ملاقات رغوونکی وباله او دواړو خواو د پوځي اړیکو په بیا رغولو او ستونزو په کمولو موافقه وکړه.

16.11.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: له افغان کډوالو سره د پاکستان د نامناسب چلند په اړه راپورونو اندېښمن کړی یم

په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په مهال له هغوی سره د نامناسب چلند، نیولو، ناقانونه بندي کولو، د ملکیتونو او شخصي توکو د تخریب او له هغوی څخه د پېسو اخیستلو په اړه راپورونو اندېښمن کړی دی. ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) وویل چې دا چارې د پاکستان له لوري «په څو لسیزو کې د لوی شمېر افغان کډوالو د دودیز او سخاوتمندانه کوربتوب سره په ټکر» کې دي. پاکستان بې اسناده افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پوره وخت ورکړی و چې له هغه هېواد څخه ووځي. د سپتمبر له ۱۵ نېټې څخه نیولې د نومبر تر ۱۱ نېتې پورې ۳۲۷۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي دي چې اکثریت کډوال د نیول کېدو له ډاره پاکستان پرېښی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وویل چې د یو کس فردي ازادي تضمین شوی اساسي حق دی چې له تبعیض پرته باید خوندي وي، په دې کې هر ډول کډوال راځي. هغه وویل: «د مهاجرینو نیول باید اخري انتخاب وي او له هغه څخه باید د جبري ستنولو لپاره کار وانخیستل شي. کله چې د ماشومانو او نورو زیانمن کېدونکو ډلو خبره کېږي، باید په بشپړ ډول د (مهاجرینو) د بندي کولو څخه ډډه وشي.» پاکستاني مقاماتو ویلي وو چې د کډوالۍ اسناد لرونکي افغانان په خپله خوښه له پاکستان څخه وتلای شي، خو د ملګرو ملتونو بشري حقونو اداره وایي چې په دې اړه یې هم راپورونه ترلاسه کړي چې پاکستاني مقاماتو ثبت شويو اسنادو ته هم پام نه دی کړی. یو کډوال دغې ادارې ته ویلي دي: «پولیسو په شپه کې زموږ په کور چاپه ووهله. نقدې پېسې، ګاڼې، وزې، پسونه او نور توکي یې له ځان سره یوړل. موږ ته یې څو ساعته وخت راکړ چې خپل نور وسائيل ټول او سهار ووځو. موږ چې کله وتلو، بلدوزر زموږ د کورونو نړول پیل کړل. موږ خپل ځانونه ډېر بې وسه ولیدل او په اوښلنو سترګو مو کلی پرېښوده.» ولکر ترک وویل اکثریت افغانان ډارېږي چې په زوره به له خپلو کورونو او دندو څخه وشړل شي او له همدې کبله د کمو مالي امکاناتو سره خپل هېواد ته ستنېږي. نوموړي وویل کډوال اړ دي چې مقاماتو ته رشوت ورکړی او که داسې ونکړي، شتمنۍ یې ضبط کېږي. هغه وايي د افغانستان وضعیت ته په کتو، دا به هلته بشري حالت نور هم خراب کړي. په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي امریکا غږ ته ویلي دي چې افغان کډوال د پاکستان په اوږو لوی بار دی. نوموړي وویل چې له تېرو ۴۰ کلونو راهېسې په پاکستان کې ۳.۵ میلیون کډوال ژوند کوي، چې د دغه هېواد په اقتصاد یې بد اغیز درلوده. علوي وویل: «دا زموږ د اقتصاد لپاره ډېر ارزښت لري. کله چې د مهاجرت خبره کېږي، نړۍ وايي چې مرسته کوي، خو هېچا په هېڅ اندازې مرسته ونکړه.» د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنر یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستنول بند کړي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په اړه شکایتونو په اړه تحقیق وکړي.

16.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

16.11.2023 امریکا غږ

اتومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران د دریو اتوم بمونو لپاره کافي اندازه یورانیم غني کړي

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران د اتوم د دریو بمونو په اندازه ۶۰ فیصده خالص غني شوي یورانیم لري.

16.11.2023 امریکا غږ

د غزې په الشفا روغتون کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په اړه اندیښنې

اسرائیلي پوځیانو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په غزه کې د الشفا روغتون ته ننوتل او په دغه روغتون یې عملیات پیل کړل چې په اړه یې ځینو اندیښنې څرګندې کړي دي.

15.11.2023 امریکا غږ

د سترې محکمې له مخالفت سره سره د بریتانیا حکومت پناه غوښتونکي روندا ته لیږي

د بريتانيا حکومت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵مه (لړم ۲۴) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سترې محکمې له مخالفت سره سره به روانډا ته د کډوالو د لېږلو جنجالي پلان پلی کړي.

15.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

15.11.2023 امریکا غږ

هند د کرکټ نړیوال جام پای لوبې ته ورسید

په هند کې د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پای لوبه کې کوربه هېواد د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) نیوزیلنډ ته د ۷۰ منډو پو توپیر ماتې ورکړه او د جام پایلوبې ته ورسید.

15.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more