افغان کډوال: پاکستاني پولیس ثبت او ناثبت کډوال نیسي
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د کډوالو د اوسېدو موده شپږ میاشتې نوره غځولې، خو لاهم هلته کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وايي په دې لږ غځول شوې موده کې دوی نوی کاروبار نه شي پیلولی.
پاکستاني حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده شپږ مياشتې نوره وغځوله، خو بيا هم ورسره د کډوالو ستونزې حل نه شوې.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده چې د جون په ۳۰ مه پايته ورسېده، اوس پاکستان حکومت دغه موده د دسمبر تر ۳۱ مې غځولې. د پاکستان حکومت لخوا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مودې غځولو نوې تګ لارې افغان کډوال له يو ډول بې باورۍ او ذهني فشار سره مخامخ کړي دي.
د کډوالۍ موضوع پېښور مېشتي افغانان د خپل کاروبار په اړه اندېښمن کړي. په دغه لنډه موده کې کډوال نوی کاروبار نشي پلان کولی، بلکې دغه وخت خو د موجوده کاروبار رانغښتلو لپاره هم لږ دی.
د پېښور بورډ بازار کې د رخت يو افغان سوداګر ولي خان بي بي سې ته وويل بازار نور ډېر سخت خراب دی، ځکه چې پوليس تنګول کوي او حکومت دوی ته شپږ مياشتې وخت ورکړی چې دغه وخت ډېر لږ دی.
هغه زياتوې ''په دومره لږ وخت کې موږ نوی مال نشو رواړی او هڅه مو دا وي چې خپل زوړ مال خرڅ کړو، چې کله ګاهک راشي او ګوري چې نوی مال نشته نو هغه هم داسې لاړ شې نو دغه رنګ زوړ مال هم راته پروت دی څوک یې نه اخلي''.
هغه وايي اوس خو کډوال دا فکر کوي که کاروبار کې چا ته پور ورکړي، نو شپږو میاشتو کې به یې څرنګه اخلي.
افغان کډوال وايي حکومت يوازې ناقانونه کډوال نه ځوروي، بلکې هغه کډوال هم ځوروي چې کارټونه لري.
په مرکزي ښار پېښور کې يو بل تن افغان سوداګر خان محمد بي بي سي ته وويل، د پاکستاني حکومت لخوا د کډوالو د شپږ مېاشتو مودې غځولو معنی همدا ده چې د پخوا په څېر به اوس بيا افغان کډوال د پولیسو لخوا ځورول کېږي.
حکومت دا ژمنه کړې وه هغه افغان چې کارټونه نه لري هغوی ته به کارټونه ورکړل شي، خو تر اوسه دغه خبره عملي شوې نه ده.
هغه زياتوي زموږ له ملګرو ملتونو او افغان حکومت نه غوښتنه کوو چې افغان کډوالو ته د کارټ په سر پنځلس سوه ډالره ورکړي، ځکه افغان کډوال غواړي چې دوی خپل هېواد ته لاړ شي، خو دوی ډېر غریب دي او په څلور سوه ډالره دوی هلته خپل کاروبار نشي پيلولی.
خو پاکستاني پوليس وايي دوی یوازې ناقانونه افغان کډوال نيسي چې امنیت ډاډمن شي.
په مرکزې ښار پېښور کې د پوليسو یوه چارواکي ملک حسين بنګش بي بي سي ته وويل، له چا سره چې قانوني اسناد نه وي دوی یې نيسي. هغه زیاته کړه، يوازې افغانان نه که د نورو هيوادونو وګړي هم قانوني اسناد ونه لري نو دوی يې نيسي.
پاکستان کې دا مهال نژدې درې میليونه افغان کډوال ژوند کوي چې نيمايي یې ثبت شوي نه دي.
د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د امنيتي سرتېرو لخوا د لاسپيکرو له لارې غير راجسټر افغان کډوالو ته له سيمو نه د وتلو اعلانونه شوي.
د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو په اړه پاليسۍ کې له بدلون وروسته په تېرو څو مېاشتو کې زرګونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.