شاته

برید گر مهاجر، یوې جرمنۍ کورنۍ زوی منلی و

داسې ویل شوي چې په جرمني کې مهاجر بریدګر تر هغې پوري نورماله و چې یو ملګری یې له لاسه ورکړ. دغې پیښې هغه د افراطیت په لور وهڅاوه او د هغه هیواد په ضد یې ودراوه چې ده ته یې پناه ورکړې وه.

په جرمني کې د اورګادي پر مسافرو باندې مهاجر بریدګر چې د هغه هیواد د دود او دستور په چارو کې ژر سازگار شوی و، ولې دا برید وکړ؟ هغه د نوي چاپیریال او خلکو سره په چټکۍ مطابقت هم کړی و.

د مهاجرینو د چارو مرستندویې، سیموني بارینتوس، ددې برید گر سره خبرې کړې وې. هغی وویل،

«ما دا اولس کلن پیژنده. ما به لیدلو چې د بایسکل په سر ځي راځي. زمونږ تر منځ یوې دوې خبرې هم شوې وی. هغه تل خورا آرامه، خوشخویه او ساده هلک ښکاریده چې تل به یی موسکا پر شونډو خوره وه.»

دا ځوان د هغو شپیتو زرو صغیرانو په ډله کې شامل و چې په یوازی ځان یی د یو ملیون مهاجرو د هجوم پر مهال تیر کال ځان جرمني ته رسولی و.

چارواکي وایي داسې تنکي ځوانان چې په ژوند کی تاوتریخوالو ځپلي او کړولي وي، مرستو ته اړتیا لري ځکه ژر زیان ورته رسیږي او د اسلامي افراطي ډلو تبلیغات هم په آسانۍ ورباندې اغیزه کوي.

د مهاجرینو د چارو مرستندوی ډلې وایي د کړاونو او ناخوالو څخه ددې تنکیو ځوانانو ډک ژوند په نظر کی ونیول شي ځکه په ژوند کې دردیدلي خلک چې تر روحي فشار لاندی دي، مختلفې ستراتیژۍ غوره کوي او دغه ځوان پریکړه کړې وه چې هر څه په زړه کې وساتي او له همدی کبله د چارواکو هم ورته پام نه و شوی.

دا مهاجر برید کونکی د چارواکو د څار په لست کې هم نه و شامل.

د جرمني چارواکي اوس هم د مهاجر برید گر په اړه څیړنې ندي بشپړې کړې.

د جرمني چارواکي اوس هم د مهاجر برید گر په اړه څیړنې ندي بشپړې کړې.

هغه ددې نوی ټولنی سره سازگاره ښکاریده. هغه د سیمې اوسیدونکو سره د فوتبال لوبې کولې او په سیمه کی د کاري تجربی د زده کړې زمینه هم ورته برابره شوې وه. د ژبی په زده کړې کې یی هم ښه پرمختگ کړی و ځکه د آکسینفیرت په باورین نومی ښار کی یی د یوې رضاعي کورنۍ سره یې ژوند کاوه.

دا برید گر یو سني مسلمان و چې په روخصتیو کې به یی په جومات کې عبات کاوه خو نور لمنځونه به یی په کور کی کول.

پرون په رسنیو کې مهم بحث دا و چې ښایي دا مهاجر په اصل کی پاکستانی وي او په جرمني کې د منل کیدو دپاره یې ځان افغان ښودلی وي ځکه د هغه له استوگنځای څخه یو شمیر پاکستاني اسناد نیول شوي دي.

له همدې کبله ددې برید گر هغه ویدیو چې د داعش له خوا خپره شوه، زیاته وکتل شوه او په ترڅ کې یی پام د هغه لهجې ته پام اړول شوي و چې که لدی لاری یې د اصلي ځای او هویت پته ولگول شي.

پرون د جرمنی د کورنیو چارو وزیر وویل چې داسې نښې نښانې لیدل کیږی چې دا مهاجر برید گر پاکستانی وي. ددې هیواد چارواکي اوس هم پدې اړه څیړنې ندي بشپړې کړې.

ددې مهاجر د برید په نتیجه کې پنځه تنه ټپي شول. پدې پنځو تنو کی د هانک کانگ څخه د یوې راغلی کورنۍ څلور تنه غړي شامل دي چې په اورگاډي کی یې سفر کاوه.

د هانگ کانگ څخه د مهاجرینو د دفتر مشر کینیت تانگ د ټپیانو حالت څاري. هغه وویل،

«مونږ پدې روغتون کې د هانک کانگ هغه دوه اتباع وکتل چې ددې تنکي ځوان په لاس ټپی شوي دي د داکتر په وینا د هغوي حالت اوس هم خورا جدي دی او لا نوری پاملرنې ته اړتیا لري. مونږ د روغتون څخه غوښتي چې هر څه یی چې په وسه کې راځي، د هغوي سره د مرستې دپاره وکړي.»

دا معلومه نده چې دا دوه تنه ټپیان به ژوندي پاتې شي او که نه؟