شاته

په ترکیې کې بیړنۍ حالت اعلان شو

د ترکیې جمهوررئيس رجب طیب اردوان د درېیو میاشتو لپاره بیړنۍ حالت اعلان کړ.

اردوان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بیړني حالت د اعلانولو ضرورت په دې و چې هغه کسان ونیول شي چې په ناکامه کودتاه کې یې لاس درلود.

اردوان د کابینې د غونډې وروسته دغه خبره وکړه. هغه وویل چې د بیړني حالت اعلان د دې مانا نه ورکوي چې د خلګو آزادي سلب شي.

هغه زیاته کړه چې د بیړني حالت اعلانول د دې مانا ورکوي چې د ترکیې دیموکراسۍ ته د ګواښونو مخه ونیول شي.

«د وسله والو قواوو د عالی سرقوماندان په صفت، زه بیړنۍ حالت اعلانوم تر څو په وسله والو ځواکونو کې ټول ویروسونه تصفیه شي.

د هغه مطلب د ویروسونه نه کودتاه چیان وو.

د ترکیې دولتي مطبوعاتو ویلي دي چې حکومت د ۶۲۶ ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو د تړلو لپاره کار کوي.

ویل کیږي چې دغه ښوونځي د فتح الله ګولن سره تړاو لري. ګولن د ۱۹۹۹ کال راهیسې په امریکا کې ژوند کوي. هغه په ترکیې کې د ښوونځیو یوه شبکه جوړه کړې ده.

د دې نه علاوه، ترکې د پوهنتونو په استادانو باندې هم د ترکیې نه بهر په تګ بندیز لګولی دی او د هغو استادانو نه چې بهر په سفر تللي غوښتي دي چې ترکیې ته ستانه شي.

د ترکیې رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې د معارفو وزارت ۱۵۲۰۰ استادان د خپلو دندو لیري کړي دي او د کورنیو چارو وزارت ۹۰۰۰ کارکوونکي ګوښه کړي دي.

د دې نه علاوه، د تکریې د مالیې د وزارت ۱۵۰۰ کارکوونکي، د مذهبي چارو د وزارت په سلګونو کارکوونکي او د پوهنتونو ۱۵۷۷ رئیسان یې له دندو لیري کړي دي.

همداراز ۹۰۰۰ کسان په توقیف کې دي او په دې تور نیول شوي دي چې په کودتاه کې یې لاس درلود.

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما د تیرې اونۍ د کودتاه په تړاو د تحقیقاتو سره د همکارۍ پشنهاد کړی دی.

سپینه ماڼۍ ویلي دي چې اوباما او اردوان د سې شنبې په ورځ په ټلیفون خبرې کړي دي. اوباما دا واضح کړې ده چې د تحقیقاتو سره به «مناسبه مرسته» کوي.