شاته

وحدتيار: افغانستان د کال ٦٨ ميليون ډالره د ترياکو څخه عايد تر لاسه کوي

د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو یوه ګډه سروې، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او کرکیلې په اړه ترسره شوې ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې په دغه هیواد کې د کوکنارو کر لس فیصد او د اپینو تولید ۴۳ فیصده زیات شوی دی .

د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو پر ضد د سروی د برخې پخوانې مسوول محمد هاشم وحدتيار اشنا راډيو ته وويل:

په افغانستان کې د کوکنارو او اپيمو ډيريدل د خلکو ژوند ته ستر گواښ دې ، درې میليونه افغانان همدا اوس په مخدره توکو روږدي دي که دوی ته نشه يي مواد ونه رسيږي غلا او نو ناوړه اعمال تر سره کوي چې ورسره په هيواد کې جرمي شبکې زياتيږي.

وحدتيار وويل بل تاثير يی د خلکو پر ژوند نا امني ده ، له تارياکو په لاس ته راغلو پيسو تروریزم تمويليږي او د نا امنۍ سبب گرځي.

هغه دا هم وويل چې افغانستان په کال کې ٦٨ ميليارده ډالره د تارياکو له درکه عايد لري.

نوشابې اشنا د محمدهاشم وحدتيار سره مرکه کړې هغه په پيل کې د خلکو پر ژوند د کوکنارو د کښت د ډيريدو تاثير پوښتنه ځواب کړې.