شاته

د ډانلدټرمپ سل ورځنی پلان او د ښځو شکایتونه

د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلډ ټرمپ خپله وعده د خپل جمهوري ریاست د لومړیو سلو ورځو لپاره اعلان کړله. هغه دغه ژمنه د پنسلوانیا ایالت په تاریخي ځای ګیټسبرگ کې وکړه.

ډانلډ ټرمپ امریکایانو ته وویل چې دده په سلو ورځو کې په سپینه ماڼۍ کې به دې هڅه وکړي چې امریکا بیرته خپل عظمت ته ورسوی. هغه وویل دا د ډانلډ جې ټرمپ او د امریکا د رایه ورکوونکو ترمنځ تعهد دی چی په صداقت، حساب او کتاب او د واشنگټن په چارو کې به په بدلون پېلېږي.

ښاغلی ټرمپ وویل دی به د رسنیو د لویو کمپنیو د یوځای کیدلو مخه ونیسی ځکه د هغه په باور دا کار دیموکراسی ته زیان رسوي. ټرمپ وویل دی به له روان حآلت نه ځان لری کړي.

ښاغلي ټءمپ د رسنیو پر هغه کمپنۍ انتقاد او ورسره نوی گواښ تکرار کړ چې په وینا یي دده انتخاباتي مبارزه يي داسی په غیر منصفانه ډول خلکو ته رسولې ده چې له دیموکراتې کاندیدې هیلري کلنټن سره مرسته وشي. ټرمپ وویل "هغوئ غواړي چی د امریکا د رایو ورکوونکو ماغزه مسموم کړي، هره ښځه چې رامخکې شوله ددې لپاره ېې درواغ وویل چې زما انتخاباتي مبارزې ته زېان ورسوي. دا بالکل ندي پیښ شوي او په بشپړه توگه جعل شوي دی."

د امریکا په شاوخوا ۳۰ ایالتونو کې د ټاکنو د ورځې مخکې رایګیري کیږي

د امریکا په شاوخوا ۳۰ ایالتونو کې د ټاکنو د ورځې مخکې رایګیري کیږي

او هیلري کلنټن د ډانلډ ټرمپ پلویانو ته پېټسبرگ کې د یووالی پیغام ورکړ او وی ویل ولس داسی یو جمهوررئیس غواړي چی ددوئ په اړتیاو پوه اوسي او دوئ ته غوږونیسی. خو هغې د ډانلډ ټرمپ پر دریځ کلکه نیوکه وکړله. میرمن کلنټن وویل ډانلډ ټرمپ له دې نه انکار وکړ چې دا ووایي چی دی به ددې انتخاباتو د نتایجو درناوی وکړي. میرمن کلنټن خلکو ته وویل دیته مو پام وي چی ټرمپ دموکراسي تهدیدوي خو امریکایان په خپل هیواد کې د مشرتابه او دیکتاتورۍ په توپیر پوهیږي.

ډانلډ ټرمپ ویلی وو چی دی ښايي د انتخاباتو نتایج ونه مني او هیلري کلنټن ېې بده ښځه وبلله.

په دې لړکې یوې بلې ښځې هم خپل غږ اوچت کړې دی او وایي ډانلډ ټرمپ ورسره لس کاله مخکې ناوړه سلوک کړې و.

جسیکا (ښي اړخ) د شنبې په ورځ په لاس انجلس کې کنفرانس ورکړ

جسیکا (ښي اړخ) د شنبې په ورځ په لاس انجلس کې کنفرانس ورکړ

جسیکا ډریک د بربنډو فیلمونو لوبغاړې له خپلی وکیلې گلوریا آلرډ سره په خپلو څرگندونو کې وویل چې ډانلډ ټرمپ لس کاله مخکې له دې سره او دوو نورو ښځو سره ناوړه سلوک کړې دی. جسیکا وایي کله چې هغه او دوه نورې ښځې د ټرمپ کوټې ته ورننوتلې، نو ټرمپ هره یوه په غیږ کې ټينګې ونیولې او بی لدې نه چې اجازه واخلي، هریوه یي ښکل کړله.

تراوسه پورې څه ناڅه لس دولس ښځو پر ډانلډټرمپ په څرگنده تورونه لگولي دي چې له دوئ سره یي ناوړه سلوک کړی دی. دا ادعاوې اکثره د 2005 کال نه وروسته قضیو په اړه شوي دي.