شاته

پچیرآګام: ولس او حکومت د داعش پرضد د جګړې تیاری نیسي

د ولسي خلکو مړي او ټپیان د جګړې په میدان کې پاتې دي او ددغې ډلې پر وړاندې د حکومت عملیات پلان شوي خو تر اوسه یې جګړه نه ده پیله کړې.

د پچیراګام په ولسوالۍ کې پاڅون کوونکي او ګډ حکومتي عسکر د داعش سره د تازه جګړې تیاری نیسي. د یکشنبې (اکتوبر۲۳) په ورځ هم په حکومتي پوستو یو نیم ‌ډز وشو، خو توده جګړه ونشوه.

سیمه ییز پاڅون کوونکي وايي دوه کاله یې پر ولسي ملاتړ خپله ولسوالۍ وساتله، خو نور بې وسه شوي، ځکه په دې دومره اوږده موده کې یې حکومت د ټوپکو مرمۍ هم نه دي ورکړي.

سیمې ته د عملیاتو لپاره تازه ځواک رسیدلی

سیمې ته د عملیاتو لپاره تازه ځواک رسیدلی

دوی وايي له داعش سره په تیره څلور ورځنۍ جګړه کې یې د کورنیو لسګونه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو مړي یې په میدان او ټپیان یې بې درملو پراته دي. که څه هم سیمې ته د عملیاتو لپاره تازه ځواک رسیدلی، خو عملآ یې له داعش وسله والو سره جګړه نه ده کړې.

سیمه ییزو اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل د وسله والو طالبانو ځینو ډلګیو هم له پاڅون کونکو سره د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره لاس یو کړی دی. ځايي چارواکي وايي ډیر ژر به په سیمه کې د داعش ډلې ملا ماته کړي.

ولسي خلک اندېښمن دي که د داعش ډله د پچیراګام ولسوالۍ کې خپله ولکه ټینګه کړي نو ډېرو نورو سیمو ته هم خطر پیښولې شي.

پنځلس کاله پخوا چې امریکا په افغانستان برید وکړ نو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د پچیراګام ولسوالۍ په توړه بوړه سیمه کې له خپلو جنګیالیو سره پټ شوی و. د تورې بورې سیمه اوس د داعش د وسله والو په واک کې ده.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي په پچیراګام کې د داعش ډلې د ځپلو پسې پیل شوي عملیات قوي او ځپونکي پلان شوي دي.

په لسګونه کورنیو د جګړې له امله سیمه پریښودې ده

په لسګونه کورنیو د جګړې له امله سیمه پریښودې ده

پدې ولسوالۍ کې د پیلې شوې جګړې په اوږدو کې لسګونه کورنه داعش جنګیالیو سوځولي او تر زرو ډېرې کورنۍ خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

ځنی ښځې او ماشومان د جلال اباد ښار په خالص فامیلو سیمه کې او ځینې له خپلوانو او ډېرې یې په کنډرو کې دېره شوي دي. دوی وايي تر اوسه یې حکومت بیخي پوښتنه هم نه ده کړې.

داعش جنګیالي دا وخت د بر پچیر سره سره د آچین، هسکې مینې، نازیانو او کوټ ولسوالیو په ډېرو غرنیو سیمو کې مسلط دي چې کله ناکله پربې پیلوټه طیارې بریدونه کوي.