شاته

کُرد ځواکونه وايي، له داعشه يې موصل ته نېږدې یو ښارګى ونيو

کُرد ځواکونه وايي، له داعش ډلې يې نن موصل ته نېژدې بعشيقه ښارګى ونيوه.

دا په داسې حال کې ده چې د ائتلاف ځواکونه په عراق کې د داعش تر ولکې لاندې د وروستي ښار موصل پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

د امريکايي چارواکو په خبره د عراقي کردانو مشر مسعود بارزاني د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر ته اطلاع ورکړې چې کردانو په بريا سره بعشيقه له داعش ډلې ازاد کړ.

د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر نن د عراق د کردمېشتې سيمې مرکز ايربيل ته ورسېد چې د عراق په شمال کې د داعش ډلې د جنګياليو خلاف د روانې جګړې جاج واخلي او په دې مبارزه کې د ترکي پوځيانو پر رول بحث وکړي.

بعشيقه هغې پوځي اډې ته نژدې پروت ښارګوټى دى چې په همدې نوم مشهوره ده او له ٥٠٠ څخه نيولې تر ١٠٠٠ پوري ترکي سرتېري په کې د موصل د عملياتو لپاره سُني او کرد جنګيالي روزي.