شاته

د امریکا په انتخاباتو کې رنګونه څه مانا لري

په نورو هېوادونو کې د جمهوري رېاست انتخابات په اسانۍ سره کیږي، یانې هر چا چې د خلکو ډېرې رایې وګټلې هماغه بریالی دی. خو په متحده ایالتونو کې داسې نه ده، بلکې د نوي ولسمشر د انتخاب پروسه پېچلې ده.

د امرېکا غږ خبریال ډګ برنارډ په خپل راپور کې وايي د انتخاباتو پروسه ځکه پېچلې ده چې ۵۰ ایالتونه او د واشنگټن ډي سي ښار په انتخاباتو کې جلا او ځانګړی رول لري.

هغه ایالتونه چې د رایه ورکوونکو غوڅ اکثریت یې د جمهوري غوښتونکو ملا تړي (Red States- ډیموکرات پلوه) بلل کیږي. خو هغه ایالتونه چې د رایه ورکوونکو اکثریت یې د دموکراټانو ننګه کوي د (Blue States -ډيموکرات پلوه) بلل کېږي.

په کومو ایالتونوکې چې رایه ورکوونکي یې د ګوندونو د ملاتړ له اړخه مساوي دي (Purple States) بلل کیږي چې خلک (Swing States) هم بولي، یانې هغه هغه ایالتونه کله په کې د موکراتان ډېرې رایې وړې او کله هم جمهوري غوښتونکو.

دا رنګونه څه ما نالري

د ١٩٧٠ میلادي کې په لسیزې کې چې په امریکا رنگه تلوېزونونه دود شول، د انتخاباتو په ورځ به چې د هر ګوند کاندید کوم ایالت ایالت وگټه، هماغه ایالت به پر تلویزون رنګه شو او خلک به پوه شول چې په دغه ایالت کې ګټونکی څوک دی.

له هماغې راهېسې درې رنگونه په انتخاباتو کې ډېر دود او وکارول شول، خو په دې اړه ځانگړي مقررات موجود نه وو.

د ٢٠٠٠ میلادي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دوو لویو مشهور ورځپانو New York Times او USA Today پرېکړه وکړه چې صرف دوه رنگونه به استعمالوي: ابي رنګ د دموکراټانو لپاره او سور رنګ د جمهوري غوښتونکو لپاره.

مګر کله چې د دموکراټ ګوند د کاندید، الګور، او د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید،جورج ډبلېوبش، ترمنځ لانجه پېدا شوه او الګورد انتخاباتو د پایلو له منلو انکار وکړ، قضیه سترې محکمې ته ولاړه. همدغلته ځینو مطبوعاتو نور رنګونه هم وکارول.

د بېلګې په ډول د تکزاس ایالت (Deep Red- بيخي سور) ایالت وبلل شو، په دې مانا چې دغه ایالت د جمهوري غوښتونکو ګوند قوي ملاتړی دی. ځینې نور ایالتونه چې اکثرېت یې د دموکراټانو سره ولاړ دي د (Deep Blue- بخي ابي)ایالت په نوم ېادېږي.

خوځېنې نور ایالتونه داسې دي چې خلک یې یو شان د دواړو ګوندونو د کاندیدانو ملاتړ کوي. دا ډول ایالتونه( Purple States- ارغواني) په نوم یادېږي. ځکه چې رایه ورکوونکي په کې نامصممه وي، همدغو ایالتونو ته Swing States هم وايي.

ېو ښه مثال يې د اوهایو ایالت دی چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې د یو ځانګړي ګوند کاندید ته هم ټولې راېي نه دي اچولي. تکزاس، فلورېډا او مشېګن هم په نا مصممه ایالتونو کې راځي او ځکه ډېر مهم دي چې د نورو ایالتونو په پرتله زیاتې انتخاباتي حوزې او رایې لري.

تر ډېره دواړه کاندیدان هېلرې کلنټن او دونلډ ترمپ هڅه کوي چې د همدغو ایالتونو رایې وګټي او د دوی د بري او ناکامي هم له همدغو ایالتونو دي. د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په اتمه نېټه کیږي.