BBC
 شاته

د عراق دولتي ځواکونو د کرکوک بشپړ کنټرول ترلاسه کړ

د عراق دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې دولتي ځواکونو پر کرکوک ښار د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې برید په شا تمبولی او ددې ښار بشپړ کنټرول یې ترلاسه کړی دی. ورته وخت کې د عراق دولتي ځواکونو او کردي پېشمرګه د موصل بېرته نیولو لپاره ګډ عملیات ګړندي کړي.