شاته

محمد ګلاب منګل د ننګرهار د والي په توګه کار پیل کړ

د ننګرهار لپاره نوي ټاکل شوي والي محمد ګلاب منګل د یوې لویې غونډې په ترڅ کې خپل کار پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې ددغه ولایت د امنیتي وضعیت او نورو راولاړو ستونزو لپاره به ګړندۍ هڅې وکړي.

هغه وویل:" د مرکز او ولسوالیو له ۲۲ اداري واحدونو له ډلې د شپاړسو اداري واحدونو امنیت د ډاډ وړ نه دی".

هغه په ښار کې د نامسولو وسله والو ډلو ښکاره ګرځېدل، دسړي تښتونو او وژنو پر زیاتوالي اندېښنه وښوده، خو ویې ویل چې په دې برخو کې به خپل کوششونه جاري ساتي.

په دغه لویه غونډه کې چې د مشرانو جرګې رییس د کورنیو چارو وزیر او ګڼ نور چارواکي پکې ګډونوال وو، په ترڅ کې یې قومي مشرانو د ننګرهار له نوي ټاګل شوي والي څخه وغوښتل چې دلته شتوو ننګونو ته د پای ټکی کېږي.

د ولسی جرګې غړي او مومندو د شورا مشر فریدون مومند وویل چې نوی والي دې ر هر څه وړاندې د ننګرهار د امنیت او وروسته د مافیايي کړیو د ماتولو په لاره کې جدي مبارزه وکړي.

هغه وویل: " له یوې چوکۍ څخه بلې ته تبدیلېدل د حل لاره نه ده،د ناسمو کسانو په عوض باید نوې او د کار څېرې وټاکل شي".

د کورنیو چارو وزیر هم د ننګرهار د حالاتو د سمون لپاره د تازه هڅو ژمنه ورکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې به جدي هڅې وکړي.

دوه اونۍ وړاندې د ننګرهار پخواني والي سلیم خان کندوزي له دې امله استعفی وکړه چې مرکزي اداره ورته صلاحیت نه ورکوي او د ننګرهار ولس ته په خدمت کولو کې پاتې راغلی دی .

محمد ګلاب منګل له دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر و