شاته

امین کریم: وروسته له دې به هیڅوک اسلامي حزب د غړتیوب په جرم ونه نیول شي

د افغان حکومت سره د اسلامي حزب د خبرو د پلاوي مشر محمد امین کریم وایي، چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا تیره ورځ د فرمان د توشیح وروسته د افغان حکومت سره د دغه ګوند د شوې موافقې ټول مواد د فرمانونو او تنفیذي امرونو بڼه اخیستې ده.

تیره ورځ د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني اسلامي حزب سره د شوې موافقې د پلي کیدو لپاره په څلورویشت مادو کې یو فرمان توشیح کړ چې له د دغې موافقې د تطبیق لپاره یو ګد اجرائیوي شپږ کسیز کمیسیون جوړول هم په کې شامل دي.

ددغه فرمان له مخې د افغانستان اسلامي حزب غړي د افغانستان د اساسي قانون د حکمونو او نورو قوانینو له مخې د ټولو مدني او سیاسي حقونو څخه برخمن دي او د ګوندونو د قانون او نورو قوانینو له مخې سیاسي فعالیت ترسره کولی شي.

افغان حکومت سره د اسلامي حزب د خبرو د پلاوي مشر محمد امین کریم امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې داګوند به د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل قانوني فعالیت پیل کړي.

ښاغلي کریم وویل " سر له نن څخه د افغانستان د اسلامي حزب ټول فعالیتونه د افغانستان د اساسي قانون پراساس پیلږي".

محمد امین کریم وویل، چې د فرمان توشیح به په کابل او ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د اسلام حزب د غړو او فعالینو د نیولو لړۍ چې د اسلامي حزب دغه چارواکي په وینا تر پرونه یې دوام درلود بنده کړي.

ښاغلي امین وویل " سر له نن څخه هیڅوک دا حق نه لري چې د اسلامي حزب غړي په دغه حزب کې د غړیتوب په جرم تعقیب کړي".

د اسلامي حزب دغه چارواکی وایي چې تیره ورځ حتی په کابل کې یو شمیر هغه قومي مشران او مخور چې د کاپیسا ولایت د تګاب له ولسوالۍ څخه ده سره د کتنې لپاره د ده هوټل ته راغلي وو نه یوازې دا چې د امنیتي کارکوونکو له خوا ونیول شول بلکې سپکاوی یې هم وشو.

ښاغلي کریم وویل " په داسې حال کې چې د ملي امنیت یو لوړپوړې مرستیال راسره ناست ووود تګاب قومي مشران راته راغلي وو، د هوټل د دروازې مخې ته نور امنیتي ځواکونه راغلل او هغوی بندیان کړل او ورته یې سپکاوی وکړ، چې الحمدالله د چارواکو په چټکو اقداماتو هغوی خوشې شول ".

د افغان حکومت سره د اسلامي حزب د خبرو د پلاوي مشر وویل، چې د کابل سربیره د ننګرهار او پکتیا په ولایتونو کې هم د اسلامي حزب د غړو په کورنو باندې د امنیتي ادارو له خوا بریدونه شوي دي.

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په فرمان کې نه یوازې چې د امنیتي ادارو څخه د دغه حزب پر وسله والو د بریدونو د بندیدلو امر شوی، بلکې ویل شوي چې که چیرې د اسلامي حزب وسله وال د نورو مخالفو وسله والو ډلو له خوا تر برید راشي باید افغان ځواکونه د حزب د وسله والو ملاتړ وکړي.

اسلامي حزب وايي چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د اسلامي حزب وسله وال حضور لري، چې سولې د موافقې له مخې باید دا وسله والې ډلې منحل شي.

محمد امین کریم وایي، چې اسلامي حزب پورې مربوط وسله وال د افغان حکومت سره د سولې د تړون لاسلیک راوروسته د اوربند په حالت کې دي.

اسلامي حزب وایي، چې د ملګروملتونو دبندیزونو له لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایسته کولو وروسته به د اسلامي حزب مشر کابل ته راشي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، چې د جمهوررئیس غني په فرمان کې د ملي امنیت شورا ته دنده سپارل شوې چې د بندیزونو د ایسته کولو لپاره اقدامات وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د جمهوررئیس غني فرمان د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د شوې موافقې د پلي کیدو په برخه کې یو عملي اقدام دی.

ښاغلي مینه پال وویل " د حکمتیار صاحب راتګ خو ډیر د حکمتیار صاحب پریکړو پورې اړه لري، هغه څه چې مونږ پورې اړه لري هغه ددغه فرمان د صادریدلو وروسته عملي اقدامات دي چې د نوم د توګلو مسله یې ده او د هغه د ځای پرځای کیدو لپاره یو مشخص ځای او د هغې لپاره امکانات دي ".

د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ په شوې هوکړه کې د اسلامي حزب مشر د قضایي مصونیت ژمنه هم شامله ده.

که څه هم ښاغلی مینه پال وایي، اسلامي حزب سره سوله د افغانستان اساسي قانون د غوښتنو په رڼا کې شوې، خو یو د مدني ټولنې یو شمیر غړي د جمهوررئیس غني دغې ژمنې سره مخالف دي.