شاته

د کابل ښارولۍ ١١٠ کارکوونکي ممنوع الخروج شول

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ تنه کارکوونکو باندې یې له افغانستان څخه د وتلو بندیز لګولی او له دغو کسانو څخه یې پوښتنې او ګرویګنې پیل کړي دي.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند بصیر احمد عزیزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د کابل د ښاروالۍ دا شمیر کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته د راټول شویو اسنادو د ورکړې وروسته ممنوع‌الخروج اعلان شول.

ښاغلي عزیزي د کابل ښاروالۍ د ممنوع‌الخروج کارکوونکو د هویت او پر هغو د لګېدلي تور په اړه معلومات ورنکړل، خو وې ویل چې د دغو کسانو هویت او د جرم څرنګوالی به د درې ګونو محکمو له پریکړو وروسته څرګند شی.

هغه وویل "د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ تنه کارکوونکي د افغانستان د لوی څارنوال په حکم ممنوع‌الخروج پیژندل شوي او له دوی څخه عملاً تحقیقات پیل شوي، کله چې موږ وایو دا کار د هیواد د نافذ شویو قوانینو خلاف دی او یا جرم دی، په هره برخه کې چې وي موږ یې په اړه تحقیقات کوو."

د هغه په وینا ۱۱۰ تنه دا یوه لویه دوسیه ده چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ له خوا څیړل کېږي، کله چې تحقیقات بشپړ شي او دوسیه محکمې ته وسپارل شي په هغه وخت کې به زیات موارد روښانه شي.

بلخوا د کابل ښاروالۍ چارواکي هم مني، چې د دغې ادارې د انجینرۍ د عمومي مدیریت، د کابل ښار د ۲۲ګونو ناحیو د پلان شویو او غیر پلاني ځمکو لپاره د بیو د ټاکلو مدیریت او د کابل په مستوفیت کې د ځمکو د بیو د ټاکلو او تائیدولو کمیسیون په یو شمیر کارکوونکو باندې له افغانستان څخه بهر ته د وتلو بندیز لګیدلی دی.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو مسؤول عبدالقادر آرزو امریکا غږ ته وویل، پر دغو کسانو وروسته له هغې بندیز لګیدلی چې څه باندې یوه میاشت مخکې د ولسمشر غني په فرمان د حقیقت موندنې یو پلاوي ته د کابل په ښاروالۍ کې د څیړنې امر وشو.

د روان کال د جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه ولسمشر غني د یو فرمان له مخې په انکشافي برنامو او د شفافیت په چارو کې د خپل سلاکار سردار محمد روشن په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د کابل ښاروالۍ اړوند د یو شمیر ادارو پنځلس کلن کارونه او اجراات له سره وارزوي.

افغان ولسمشر دا فرمان وروسته له هغې صادر کړ چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ریاست، د کابل ښاروالۍ دوه لوړپوړي چارواکي له دندو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او اداري فساد په تور ونیول.

د کابل ښاروالۍ پخوانی سرپرست او مالي معین محمد اسلم اکرمي او د دې ادارې د بشري سرچینو رییس احمد کمال قاسمیار دوه میاشتې مخکې په کابل کې د پولیسو له خوا نیول شوي وو.