شاته

طالبانو د ګردیز- ډنډ پټان لویه لاره تړلې ده

وسله والو طالبانوله تېرې دوو ورځو راهيسې د پکتیا د ولایت د مرکز ګردېز- ډنډ پټان ولسوالۍ لويه لاره د مسافرو پر مخ تړلې ده، چې له امله يې د سړک دواړو غاړو ته سلګونه کسان او موټر بند پاتې دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې لاره د ميرزکې ولسوالۍ د لنډوام په سيمه کې وسله والو طالبانو بنده کړې ده.

له دې لارې مرکز ګردېز ته د سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان په ګډون د شپږو ولسواليو خلک تګ راتګ کوي، چې په بندېدو سره يې د سيمو اوسېدونکي له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د ميرزکې ولسوالۍ يو اوسېدونکي محمد حليم امريکاغږ ته وويل، چې طالبانو د سړک په اوږدو کې ځينې پلچکونه نړولي او خلکو ته يې په لوډ سپېکر کې اعلانونه کول، چې لارې ته ورښکته نشي.

په همدې حال کې د پکتيا دوالي وياند امريکاغږ ته وويل، چې والي او نور ولايتي امنيتي چارواکي د ستونزې د حل لپاره سيمې ته تللي دي.

هغه وويل، امنيتي ځواکونو لاره خلاصه کړې، خو طالبانو پلچکونه په بمونو الوزولي او موټر پرې نشي تېريدی. هغه زياته کړه، په دغه سيمه کې بهرنيو ځواکونو هم پر طالبانو هوايي بريدونه کړي.

اتل زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې تر پرون ماښام پورې نهه طالبان وژل شوي او د ملي اردو د دوو سرتېرو په ګډون يو شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي.

د والي وياند همدارنګه وويل، چې په سيمه کې طالبانو د هاوان ډزې کړي او پر کورونو لګېدلي دي، چې په نتيجه کې يې څلور ملکيان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکو هم ملکيانو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړې، خو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.