د ناکامې کودتا اصلي طراح او تورن فتح الله ګولن څوک دی؟
د ترکیې د مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن په لاس د جوړ شوي ''خدمت'' خوځښت ملاتړي وايي، دوی د ریښتیني او معاصر اسلام استازیتوب کوي، خو ددغه خوځښت د هدف په تړاو ګڼ څارونکي ځینې پوښتنې لري.
د ترکیې حکومت پر ګولن تور لګوي چې د ناکامې کودتا تر شا یې لاس و او همدی یې اصلي طراح و، خو دی دا تورونه ردوي او وايي له کودتا سره هېڅ تړاو نه لري.
فتح الله ګولن څوک دی، او د ''خدمت'' خوځښت هدف څه دی؟
- فتح الله ګولن په ۱۹۴۱ کال ترکیه کې زیږېدلی او اوس ۷۵ کلن دی
- په ۱۹۹۹ کال امریکا ته ولېږدېده، هلته د پنسلوانیا ایالت د بوکونو په غرنۍ سیمه کې اوسېږي
- ګولن له سیاسي ډګر لیرې په اختیاري تبعید کې اوسېږي، ډېر لږ له رسنیو سره مرکې کوي. د ده ''خدمت'' خوځښت د ترکیې ټولنې په ګڼو برخو او بهر کې کې فعالیت کوي او میلیاردونه ډالر پانګونه یې کړې
- ګولن وړاندې د اردوغان ډېر نژدې ملګری و، خو د ګولن له خوځښت نه د اردوغان خوړلو له خطر احساسولو وروسته نوموړي ترې ځان لیرې کړ، ځکه داسې انګیرل کېده چې ګني هېواد کې د ترکي دولت یوې موازي ادارې جوړولو هڅې کوي
- اردوغان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د ګولن له ملاتړه برخمن و، خو وروسته سره چپ شول
- د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې د ګولن او اردوغان ترمنځ اختلافات برملا شول، هغه هم وروسته تر هغه چې د ګولن ملاتړو د اردوغان د واکمن ''عدالت او پراختیا'' ګوند په مشرۍ د حکومت په یوه بنسټ کې د قاضیانو د فساد رسوايي په ډاګه کړه
- د فساد دغه تور د اردوغان تر ډېرو نژدې کسانو او ان د هغه د زوی بلال تر لمنې پورې ورسېد
- د ګولن مخالفان وايي، نوموړی د ترکي ټولنې او بنسټونو د ماتولو هڅې کوي، دوی وايي ګولن په ۱۹۹۹ کال خپلو پلویانو ته په یوه وېډیو کې همدا پیغام رسوي
"خدمت" خوځښت
- ګولن د ''خدمت'' په نامه یو بنسټ جوړ کړ، چې د خبري رسنیو، ژورنالیزم او په افریقايي او اسیايي هېوادونو کې د ښوونځیو جوړولو کې فعالیت کوي، دوی د ترکیې ټولنه او واکمنه اداره کې هم خپل نفوذ ډېر کړی دی
- د ۲۰۱۳ کال له پای ته رسېدو راپدېخوا، د ترکیې حکومت د پوځ د ځینو قومندانانو د توقیف کولو لړۍ پیل کړه، ځینې جګپوړي پولیس او قاضیان یې هم ګوښه کړل او د ګولن اړوند ''خدمت'' بنسټ ځینې ښوونځي یې وتړل
- حکومت ځینې ترکۍ ورځپاڼې هم وتړلې او مشران او اېډېټران یې د دغه بنسټ د ملاتړ او خواخوږۍ په تور وشړل
- ''خدمت'' خوځښت نه وايي چې د کوم اداري تشکیل له مخې کار کوي او د خپلو چارواکو هم چا ته نه وايي، خو وايي په دینونو کې د اصلاح، دیموکراسۍ او خبرو لپاره ژمنتیا لري
- ''خدمت'' خوځښت له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې فعالیت او د سولې او دیموکراسۍ پر ژمنتیا ټینګار لري
- د ترکیې له څه باندې ۷۰ میلیون وګړو څخه، د دغه خوځښت د ملاتړو شمېر ترکیه کې میلیونونه اټکل شوی
- دغه خوځښت وايي، بنسټ یې منځلاری اسلام، سرښندنه، روزنه، په جدیت کار او هڅې دي
- ځینې سرچینې د یاد خوځښت په چوکاټ کې د ګولن د خیراتونو کچه د ۵ او ۲۰ سلنې ترمنځ اټکل کوي