BBC
 شاته

ایرلنډ له افغانستان نه یوه ورځنۍ کرېکټ لوبه په ۱۲ منډو وګټله

آیر لنډ لوبډلې افغان کرېکټ لوبډلې ته د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ پنځمه لوبه کې په ۱۲ منډو ماتې ورکړه. ایرلنډ لوبډلې لومړی لوبه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه، چې افغان لوبډلې په ځواب کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.‌

د ایرلنډ‌ لخوا پورټرفیلډ‌ او اېډ جوايس لوبه پیل کړه.‌ اېډ‌ جوایس هغه لوبغاړی دی چې په درېمه لوبه کې یې سلیزه بشپړه کړه او ننۍ لوبه کې یې له ۱۵۰ ډېرې منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د باولینګ برخه کې د افغانستان له لوري لومړی اوور یامین احمدزي وکړ او یوه منډه یې هم ور نه کړه. د ایرلنډ لومړی لوبغاړی بیا میرویس اشرف وسوځوو.

د څلورو اورونو له پای ته رسېدو وروسته، چې ایرلنډ لوبډلې ۲۷ منډې درلودې، میرویس اشرف ویلیم پوټرفیلډ وسوځوو.

ایرلنډ‌ افغانستان ته د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه.‌ اېډ جواېس ناسوځېدلی پاتې شو او تر ۱۵۰ یې ډېرې منډې وکړې.

د افغانستان له لوري د لوبې له پیله لږ وروسته د افغان کرېکټ لوبډلې اوپنر شهزاد محمدي په ۷ منډو وسوځېد.

د افغانستان دویم لوبغاړی جاوید احمدي هم هغه مهال وسوځېد چې افغانستان ۱۳ منډې درلودې.

د نن لوبه دواړو لوبډلو ته خورا مهمه وه.

د افغان لوبډلې مرستيال روزونکي رييس احمدزي له بي بي پښتو سره په خبرو کې ویلي و، 'هیله من دی چې افغانستان دغه سیالي هم وګټي او د دغو لوبو د لړۍ ګټل به په نړيواله کچه د افغان لوبډلې پر درجه بندۍ مثبت اغېز ولري.'

اوس چې ایرلنډ دغه لوبه وګټله نو دغه لړۍ په مساوي توګه پای ته ورسېده.