شاته

امیتاب بچن له هندي سرتیرو سره د پیوستون غږ وکړ

د بالیووډ سلطان، امیتاب بچن وایې چې د هند ملت د هغه څه له امله چې کشمیر کې پیښیږي، سخت په غوسه دی.

امیتاب بچن چې د سې شنبې په ورځ (اکټوبر ۱۱مه) يې په بمبۍ ښار کې د خپل ژوند ۷۴ کلیزه لمانځله په کشمیر کې د خپل هېواد او پاکستان ترمنځ شخړو ته په اشارې وویل چې ددې وخت رارسیدلی څو هندي وګړي د خپلو پوځیانو ترڅنګ ودریږي.

د نوي ډهلي او اسلام آباد ترمنځ تشنج تر هغه وروسته زور واخېست چې هند د سپټمبر په۲۹مه اعلان وکړ چې ددغه هېواد ځانګړو ځواکونو په یو لړ خاصو عملیاتو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سختدریځي په نښه کړي دي.

ښاغلی بچن وایې: "زه فکر کوم چې پکارده زموږ له وسله والو ځواکونو سره پېوستون وښودل شی. هغوي زموږ د خونديتوب لپاره سرښندنې کوي."

په اټومي وسلو سمبال ګاونډیان اویا کلونو راپدې خوا د کشمیر پر سر شخړه لري. دواړه هېوادونه پر دغې سیمې د بشپړې واکمنۍ ادعا کوي او د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته یې دوه ځلي سره نښتي دي.

سرینګر کې ناکرارۍ

د هندي کشمیر په مرکز سرینګر کې له درې میاشتو راپدې خوا حالات نازک دي.

اکثره دوکاونه او د کاروبار مرکزونه تړل شوي او خلک د بېلتون غوښتونکو له غوښتنې سره سم له کورونو نه راوځي.

کشمېر کې ناکراریو له هغه راهیسې زور اخېستی چې د حزب المجاهدین یو قوماندان، برهان واني د امنیتی ځواکونو په ډزو د جولائ په میاشت کې ووژل شو.

لدې امله د تاوتریخوالو په دوام له پرون راهېسې د حکومتي سرتیرو او مشکوکو یاغیانو ترمنځ جګړه روانه ده.

سرتیرو پر هغو ودانیو د راکټ ګذار کړی چې مشکوک یاغیانو پکې سنګر جوړ کړی دی.

هند له ډیرې مودې راپدې خوا پاکستان تورنوي چې په کشمیر کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي هغه څه چې پاکستان یې نه مني.