شاته

په کابل کې د محرم په مراسمو وسله وال برید

امنیتي چارواکې وایي د کابل په کارته سخي ساحه کې نن ماښام ۷:۳۰ بجې د محرم په مراسمو کې وسله والو کسانو ډزې کړې دي. غیر رسمي منابع وايي دوه انتحاري چاودنې شوي او برید کوونکو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

د عامې روغتیا وزارت ویاند محمد اسماعیل کاوسي امریکا غږ ته وویل چې اتلس ټپیان د کابل بیلابیلو روغتونونو ته وړل شوې دي خو ښایی د مرگ او ژوبلې شمېر لوړ شي.

د کورنیو چارو ویاند صدیق صدیقي وایي یو برید کوونکی وژل شوی او د ښایي نور هم وي چې پلټنه یې کیږي.

د گواښونو خبرداری

د افغانستان شیعه وګړي په داسې حال کې د حضرت امام حسین د شهادت ورځ لمانځې چې امنیتي چارواکو د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د دینی چارو مسولینو د اکتوبر دولسمه د چهارشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده خو په کابل کې دغه ورځ د محرم په نهمه یعنې نن د سه شنبې په ورځ هم ولمانځل شوه.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد وایي چې د کابل د ښار د امنیت او د ماتم کوونکو د خوندیتوب په اړه یې یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د وزارت مرستیال زیاتوي "عزاداران به خپل مراسم د هغو مقراراتو له مخې ترسره کړي چې د اړونده کمیسون او د حج او اوقافو وزارت له خوا تصویب شوې دي."

عاشورا په کربلا کې د حضرت امام حسین د شهادت ورځ ده او د هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه ورځ لمانځل کیږي.

د کابل ګارنیزون قوماندان ګل نبي احمدزی د امنیتي تهدیداتو په رڼا کې وایی چې د محرم باید په متواضح ډول ولمانځل شي. هغه زیاتوي "ګواښونو او ستونزو ته په کتو سره چې مونږ ورسره مخامخ یو، باید هڅه وکړو چې حالات نورمال وساتو.

حضرت امام حسن د خپلو دوه اویا ملګرو او کورنۍ له غړو سره یو ځای د کربلا په جګړه کې شهید شوی و.

د اسلامي دولت ډله شیعه ګان مرتد ګڼي او په عراق او سوریه کې یې د هغوی پر جوماتونو او عامه غونډو ډېر بریدونه کړې دي.

کابل: په ٢٠١١ کال کې د محرم په مراسمو کې چاودنه وشوه چې لسگونه کسان په کې ووژل شول.

کابل: په ٢٠١١ کال کې د محرم په مراسمو کې چاودنه وشوه چې لسگونه کسان په کې ووژل شول.

ددې گواښونو په اړه د کابل یو شیعه اوسیدونکی محمد حسین وایي چې هیڅوک یې نه شي ډارولی. " هغوی نه شي کولی چې د عزادارانو مورال راټیت کړې، ځکه چې دا سمه لاره ده. حتی که مونږ په دغه لاره کې شهید هم شو، همدا به سمه لاره وي".

شیعه ګان د افغانستان په ٣٠ میلیونه وګړو کې پنځلس سلنه دي او زیاتره یې په قومې لحاظ هزاره ګان دي.

د کابل یو بل شیعه اوسیدونکی سید علي وایي "زمونږ هیله داده چې زمونږ حکومت او سرتیري به د عاشورا په ورځ او نورو ورځو کې د هر ډول پیښو او بې امنیتیو مخه ونیسي."

شیعه ګان په دې نظر دي چې د حضرت امام حسین پلار حضرت علي د اسلام د پیغمر له وفات څخه وروسته د خلافت د مشرۍ مستحق و خو د دوی په اند له هغه سره بې انصافي شوې وه.

په کربلا کې د امام حسین شهادت د اسلام د شیعه او سني ډلو ترمنځ د درز په زیاتولو کې هم مهم نقش لوبولی دی.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.