شاته

کابل کې د کور جوړونې د دوو لویو پروژو کار پیل شو

د ښار جوړونې چارو وزارت له دوو خصوصي شرکتونو سره د حکیم سنايي او بنايي په نوم د کور جوړولو د دوو لویو پروژو تړون نن په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک کړ.

د ښار جوړونې چارو وزیر سید منصور نادري د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، د دغو پروژو د تړون په متن کې اصلاحات راوستل شوي، چې له مخې یې د کورنو بیعې د دولت او خلکو په ګټه راکمې شوي او په همدې توګه له اړوندو شرکتونو څخه معتبر ضمانتونه ترلاسه شوي دي.

منصور نادري وویل "د دغو ښارګوټو په جوړولو سره به د استوګنې ۸۴ بلاکونه چې په کې ۳۷۸۰ آپارتمانونه شامل دي، د خلکو په واک کې ورکول کیږي او له ۱۱ میلیاردو څخه زیاتۍ افغانۍ ورباندې پانګونه کېږي".

ټاکل شوې چې د کورجوړونې دا لویې پروژې په کابل ښار کې، چې د استوګنې د کورنو د تقاضا کچه په کې خورا لوړه ده، عملي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا مهال د ښارجوړونې چارو وزارت ۹۴۰ میلونه افغانۍ د دغې پروژې د پیل لپاره په واک کې لري.

د دغو پروژو کار په ۱۳۹۳ کال کې پیل شوی وو، خو د تړون په اسنادو کې د اقتصادي، حقوقي او تخنیکي ستونزو له امله دوه کاله مخکې د پروژو عملي چارې په ټپه ودرول شوې.

د ښاغلي نادري پر وینا، د دولت حقونو ته لږه پاملرنه، د خصوصي شرکتونو له خوا د قوي ضمانت نه شتون، د ساختماني چارو لوړه بیعه او د کورونو د ډیزاین په برخه کې تخنیکي ستونزې هغه مسائل وو، چې له مخې یې د حکیم سنايي او بنايي پروژو کار ودرول شو.

د ښارجوړونې چارو وزیر زیاته کړه، چې سر له سبا د دغو لویو پروژو د بشپړولو پر سر کار پیلیږي.

د دغو پروژو په عملي کولو کې شاوخوا ۷۰ ساختماني شرکتونه برخه لري.

د دغو پروژو تړون یو ځل بیا له همغو ساختماني شرکتونو سره لاسلیک شوی، چې په ۱۳۹۳ کال کې ورسره لاسلیک شوی وو.

د خصوصي شرکتونو استازي حاجي مسعود د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، دوه کاله مخکې هم هغوی د دغو پروژو د عملي کولو لپاره ساختماني مواد تیار کړي وو خو د پروژې د کار د ودرولو له امله تر یوه بریده زیانمن او پوروړي شول.

حاجي مسعود د پروژې پر بیا پیلیدو خوښي وښوده او ویې ویل "ساختماني شرکتونه د دغو پروژو د بشپړولو لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دي او دا پروژې به له خیره ډیر ژر بشپړې او مشتریانو ته وسپاري".

په کابل ښار کې د نورو سیمو په پرتله د کورونو بیعې او میاشتنۍ کرایې خورا لوړې دي، چې اکثره خلک یې د پیریدلو او یا په کرایې نیولو توان نه لري.

کابل ښاریان پر حکومت نیوکه کوي، چې د پراخو امکاناتو په شتون کې، بیا هم حکومت د کورجوړونې په برخه کې د خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره د پام وړ کار نه دی کړی.

خو ځینې نور بیا په دې باور دي، چې د ښارګوټو په جوړولو سره به په اوږدمهال کې د کابل ښاریانو دا ستونزه له مخې پورته شي.