شاته

فعالان: ننګرهار ته دې غاصب او مفسد والي نه رامعرفي کېږي

د ننګرهار د مدني ټولنو فعالان دې ولایت ته د راتلونکي والي په اړه د خپرو شویو اوازو په اړه انديښمن دي او په خبره يې د هغه چا نومونه یادیږي چې یا کاري سابقه نه لري او یا هم کوم مشخص ګوند پورې تړلي وي.

د مدني ټولنو د مجتمع دفتر مسؤل عبدالطیف مل شینواري د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبري ناسته کې وويل، له کله نه چې د ننګرهار والي له خپلې دندې استعفا ورکړې په دې ولایت کې د ځینو کړیو له‎خوا د یوه شخص په ملاتړ غونډې جوړې شوي او دارنګه په ټولنیزې میډيا کې د داسې خلکو نومونه يادېږي چې هغه پخوا ازمايل شوي کسان او يا هم د یوه چا پورې تړلي دي.

دی وايي:

"د رسنیو او ټولنیزو میډیا له لارې خبریږو چې د ځینو خلکو په اړه اوازې اورو دا هغه کسان دي چې یا تنظیمي دي او یا هم په ځينو مسائلو ککړ خلک دي دې اوازو خلکو سره انديښنې راپيدا کړي."

په دې خبري ناسته کې یو شمېر نورو مدني ټولنو فعالانو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې مرکزي اداره باید دې سیمې ته داسې کسان معرفي کړي چې د غصب، فساد نه پاک ووسي او کومې حذبي ډلې پورې تړلی ونه ووسي:

"ډاکټر شفیق همدرد: موږ ته همیش داسې ستونزه پيدا شوې چې دلته داسې واليان معرفي کېږي چې د هغوی د اموزش دوره وي یا چا پورې تړلې وي دلته باید داسې کس راشي چې هغه تیار مدير ووسي.

ډاکټر اسدالله ښالیز: د راتلوونکي واليآنو لپاره ځينې کمپاینونه روان دي، دې کار خلک اندیښمن کړي دي چې مرکزي ادارې د دې کمپاینونو پر بنیاد پریکړه ونه‎کړي او وړ کس رامعرفي کړي.

اسدالله لاروی: موږ هغه والي غواړو چې غاصب او فاسد نه وي، زورواکی نه وي،جنګ سالار او ټوپکسالار نه وي ،په قومي او حذبي تعصبانو ککړ نه وي."

د ویلو ده چې له تېرو دوو اونيو راهیسې په ننګرهار کې داسې حرکتونه ليدل کيږي چې ځينې کړۍ غواړي د خپلې ډلې کس دې ولایت ته د راتلوونکي والي په توګه راولي چې دغه کار خلک اندیښمن کړي او په خبره يې هغه خلک چې ازمايل شوي دي هغوی به د تېرو واليانو په څېر په خپلو دندو کې پاتې راشي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری