شاته

د سږکال د نوبل د بیلابیلو برخو جایزې چا وګټلې؟

د سږکال د اقتصاد د برخې د نوبل جایزه د امریکا د هارورډ د پوهنتون څخه اولیور هارت او د ام آی ټي د پوهنتون څخه بینګت هولمستروم ګټلې ده.

د سویډن د ساینس اکاډمۍ دغه اعلان د دوشنبې په ورځ وکړ او ویې ویل چې دواړو وړونکو د اقتصاد په برخه کې نوي او موثر کارونه کړي دي.

هارت او هولمستروم به چې په ګډه د نوبل د جایزې وړونکي اعلان شول، په دواړو ۹۲۴ زره ډالره سره وویشي.

د اقتصاد په برخه کې د نول جایزه په ۱۹۶۸ کال کې ایجاد سوه په داسې حال کې چې د نوبل نورې جایزې په ۱۸۹۵ کال کې د ښاغلي نوبل د وصیت سره سم ایجاد سوې.

تیره اونۍ د نوبل کمیټې د طب، فزیک، کیمیا او سولې په برخ کې د نوبل جایزې اعلان کړې.

د سولې په برخه کې د نوبل جایزه د کولمبیا ولسمشر جوان منیول سنتوس د فارک د ډلې سره د سولې د موافقې د لاس لیکیدو په خاطر وګټله. د دې موافقه هدف دا و چې په کولمبیا کې د فارک د یاغي ډلې ۵۲ کلنه جګړه پای ته ورسیږي خو د کولمبیا خلګو د ټول پوښتنې په ترڅ کې دغه موافقه رد کړه.

د نوبل کمیټې وویل چې د خلګو د ټول پوښتنې د پریکړې معنی دا نه ده چې خلګ سوله نه غواړي بلکې هدف یې دا دی چې خلګ د سولې د یوې خاصې موافقې سره موافق نه دي. کمیټې دا هم وویل چې دا چې خلګو د سولې موافقه رد کړه په دې معنی نه ده چې ولسمشر سنتوس د سولې دپاره څه نه دي کړي.

د کیمیا د کمیا او طب د نوبل جایزه

د کمیا په برخه کې درو عالمانو د نوبل جایزه وګټله. دغه عالمان جین پریري سیوج، جیمز سوډریټ او برنیارډ فرینګي نومیږي چې د مولیکولر ماشین د جوړولو له کبله یې د نوبل جایزه وګټله. دوی د فرانسې، امریکا او هالینډ اتباع دي.

د دوی اختراع سوی ماشین د انسان تر ورېښتو ۱۰۰۰ برابره نری دی، چې د انرژۍ او نویو موادو د خوندي کولو په سیستم کې به د لا نور پرمختګ دپاره لاره پرانیزي او د همدغه لوی ابتکار له کبله یې نړیواله جایزه وګټله.

همدا شان جاپانی ساینسپوه یوشینوري اوسومي سږکال د طب په برخه کې د نوبل جایزه وګټله.

هغه د اتوفاژ په برخه کې څیړنې کړې دي او پرمختګ یې کړی دی. اتوفاژ یو داسې حجروي ساختمان دی چې د کار ولیدلي او زړې حجرې را اخلي او سم مواد یې جلا کوي او د بدن د استفادې دپاره یې اماده کوي او د کار څخه ولیدلي مواد یې لیري کوي.

اوسومي ۷۱ کاله عمر لري او د توکیو د ټیکنالوژۍ په انسټیټوټ کې پروفیسور دی.

نوبل کمیټې وویل چې د ښاغلي اوسومي تحقیقاتو د اتوفاژ د درک په برخه کې د پام وړ په اندازه نوي معلومات رابرسیره کړي دي.

هغه د جایزې ترڅنګ ۹ لکه و دیرش زره ډالر هم ترلاسه کړل.

هرکال د نوبل د طب جایزه لومړۍ اعلانیږي او وروسته بیا د نورو برخو وړونکي اعلانیږي.

د ادبیاتو په برخه کې به د نوبل جایزه د پنجشنبې په ورځ اعلان سي.