شاته

یواځي د مسلمانانو څار د ترهگرۍ مخنیوی نشي کولی

د اسټرالیا د ملي پوهنتون یوه سروې ښیي چې د دې هیواد اوسیدونکي پدې باور دي چې حکومت یې ملک د ترهگرو نه د خوندي کولو لپاره ډیر څه کولی شي خو په دی لړ کې یواځي د مسلمانانو په څارنې اندیښنې هم لیري.

د یو ملي سروې مطابق زیاتره اسټرالیایان پدې باور دي چې حکومت یې د ترهگرو د حملو نه د خوندي کولو لپاره نورو اقداماتو ته ضرورت لري. خو وایي چې باید یواځي مسلمانان د دی قرباني نه شي.

د اسټرالیا ملي پوهنتون د ترهگرۍ او ملي امنیت په هکله یوه سروې چې د جولایي په میاشت کې یې د شاوخوا ١٢٠٠ تنو نه ترسره کړیده، ٧٠٪ خلک وایي چې هغوي په دغه ملک کې د ترهگرۍ د زیاتیدونکي گواښ په هکله ډیر زیات اندیښمن دي.

هم دومره شمیر اسټرالیایان بیا پدې باور دي چې مسلمانان یواځي د هغوي د دین په وجه د نورو نه زیات څارل، سمه نه ده.

پروفیسر روري میډکالف چې د اسټرالیا په ملي پوهننتون کې د ملي امنیت د مرکز مشر دی، وایي.

"دغه سروې د نظر او فکر هغې اختلاف ته اشاره کوي چې زیاتره اسټرالیایان ورسره مخ دي. دوي په خپل ملک کې د اسلامي سخت دریځۍ په هکله هم اندیښمن دي او بیا په دې هم پوه دي چې په دی وجه د ټولو مسلمانانو څارل د اسټرالیا د اصولو خلاف ده. زما په فکر د څو کسانو د وجې ټولې مذهبي ډلې ته په یوه سترگه کتل مناسب نه دي. په اسټرالیا کې خلک په دی پوه دي او دا ډیره ښه خبره ده."

دغه سروې په داسي وخت کې خپریږي چې د اسټرالیا صدراعظم میلکم ټرنبل په کینبیرا کې پارلیمان ته په وینا کې وویل چې اسلامي سخت دریځه کسان د خلکو تر منځ د اندیښنو راپارولو مسئول دي.

میلکم زیاته کړه چې یو څو مسلمانانو د اسلام دین بدنام کړیدی.

د ٢٠١١ د احصایې مطابق، یواځي ٢٪ اسټرالیایان مسلمانان دي چې دا شاوخوا ۴ لکه ٧٥ اویا زره تنه دي.

په اسټرالیا کې دا وخت د ترهگرۍ خطر د نورې نړۍ په مقابل کې کم دی.

اسټریلیا د تیرو څو کلونو په مودی کې دغه ملک ته د مهاجرت قوانین هم ډیر سخت کړیدي.