شاته

د هلمند په سنګین کې جګړو بیا زور اخیستی

طالبانو تیره شپه رسنیو ته په یو استولي بیان کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې او ویلي دي چې له یوې لنډې جګړې وروسته يې د دغې ولسوالۍ ودانۍ، د امنيې قومندانۍ ودانۍ او شاخوا ټولې آمنيتي پوستې او د بازار ډيره برخه نیولې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، چې په دغه ولسوالۍ کې د پي ارټي په نوم د افغان پوځ یوه قرارګاه یې هم محاصره کړې ده.

طالبانو ویلي، چې په دغو جګړو کې یې افغان ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند ولایتي چارواکي پر سنګین ولسوالۍ باندې د طالبانو ډله ييز برید مني خو د ولسوالۍ دسقوط خبر په کلکه ردوي .

چارواکي زیاته وي چيې په سنګین ولسوالۍ کې د تازه هوايي بریدونو په ترځ کې د دولت ۲۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي .

د هلمند د والي ویاند توریالي همت امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تیره شپه شاوخوا درې بجې وسلوالو مخالفینو د سنګین ولسوالۍ په شکرشیله او انارباغ سیمو کې په امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سخت مقاومت سره مخ شول او د هوايي ملاتړ په ترځ کې وسله والو ته درانه تلفات واوښتل.

ښاغلي همت وویل " تر مخامخ نښتو وروسته تیر شپه د سنګین ولسوالۍ په کاروان قلا سیمه کې د هوايي ځواک پر مټ ۲۲ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او یوشمیر نور یې ټپیان شوي دي ".

همت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه وویل، چې په سنګین ولسوالۍ کې وسلوالو سره نښته کې د ملي اردو څلور سرتیري ټپیان شوي.

سنګین ولسوالي د هلمند په شمال کي له کندهار او اروزګان ولایتونو سره نږدې پرته ولسوالۍ ده چې له تیر یوه کال راهیسې د سختو جګړو شاهده ده.

د یوکال په موده کې د سنګین ولسوالۍ دووه ځله د وسله والو مخالفینو او حکومتي قواوو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

همت وايي چي د نن ورځې په اوږدو کې په سنګین ولسوالۍ کې د شویو هوايي بریدونو په ترځ کې د سنګین لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي اغا او جنګي قومندان ملا نجیب الله د ۱۶ تنو سره هم وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي