شاته

خوست کې سیلابونو اوولس تنه وژلي

په خوست کې له بيړنيو پېښو سره د مبارزې رياست مسوولين وايي، چې تېر مازديګر په دغه ولايت کې د باران د سخت اورښت په نتيجه کې سيلابونو لږ تر لږه اوولس کسان وژلي دي.

ددغه رياست سرپرست شادم هلال امريکاغږ ته وويل، چې دغه کسان د يعقوبيو ولسوالۍ په خلبېسات او همدارنګه د عليشېرو ولسوالۍ په هارون خېلو سيمو کې په دوو جلا پېښو کې مړه شوي دي.

هغه وويل: ”مړو شوو کې اته ماشومان، څلور ښځې او درې سړي شامل دي، چې د دريو مختلفو کورنيو غړي وو.‟

شادم هلال زياته کړه، يو فلانکوچ موټر چې له پېښور څخه يې د خوست مرکز ته سپرلۍ لېږدولې، د هارون خېلو سيمه کې اوبو وړی دی او لس کسان په کې مړه شوي، چې شپږ د يوې کورنۍ او څلور نور د بلې کورنۍ غړي وو.

په همدې حال کې د يعقوبيو ولسوال اغاجان امريکاغږ ته وويل، دويمه پېښه، چې ددې ولسوالۍ د خلبېسات سيمې په خوړ کې رامنځته شوې، د يوې کورنۍ اووه غړي په کې مړه شوي دي.

هغه زياته کړه: ”دغه موټر له خوست ښار څخه راغلی و او د خلبېسات له خوړ څخه تېرېده، چې په خوړ کې بند شوی او بيا اوبو وړی دی.‟

په عين وخت کې د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د باران له امله يو کور هم نړيدلی، خو مسوولين وايي، چې مرګ ژوبله نه لري.

چارواکي وايي، چې د مړو شويو کورنيو له پاتې غړو سره د بيړنيو مرستو لپاره يې کوټلي اقدامات کړي او هڅه کوي، چې د ستونزو په حل کې يې همکاري وکړي.flod

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.