BBC
 شاته

اردوغان د اعدام سزا ستنولو پلوي ښودلې

Image copyright Getty
Image caption اردوغان وايي، د ښکاره خیانت جرم شوی، چې حکومت به د اعدام سزا بېرته پیلولو غوښتنې ته د رد ځواب ونه وايي، خو دا کار د پارلمان تایید ته اړتیا لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که چېرې "خلک د اعدام سزا وغواړي، حکومت به یې هېڅکله رد نه کړي".

نوموړي دا څرګندونې ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته کړې دي.

اردوغان دا څرګندونې له استانبول بهر خپلو پلویانو ته په یوه وینا کې کړې دي.

د اروپايي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړی، که چېرې ترکیه د اعدام سزا بیا پیل کړي، نو په دې ټولنه کې به یې د غړیتوب هڅې پای ته ورسېږي.

د تېرې جمعې په شپه ترکیه کې د ناکامې کودتا له هڅې وروسته، زرګونه پولیس افسران، پوځي مامورین او قاضیان نیول شوي، توقیف شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي.

اردوغان وايي، د ښکاره خیانت جرم شوی، چې حکومت به د اعدام سزا بېرته پیلولو غوښتنې ته د رد ځواب ونه وايي، خو دا کار د پارلمان تایید ته اړتیا لري.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د اردوغان ملاتړو دار ته د فتح الله ګولن د څېرې نانځکه پورته کړې.

دی وايي، د هېواد د ولسمشر په توګه د پارلمان له هر ډول پرېکړې سره موافق دی.

خو د خلق دیموکراتیک ګوند پارلماني غړي وايي، دوی به د اعدام سزا د ستنولو له هڅو او غوښتنو سره کلک مخالفت وښيي.

اردوغان وايي، د اعدام سزا عملي کېدل د خلکو غوښتنه ده:

"له ګڼو ترهګریزو پېښو وروسته اوس خلک دا نظر لري چې ترهګر باید ووژل شي، په عمري بند کې دوی کومه ګټه نه ویني، ځکه ولې په زندانونو کې د ډېرو کلونو لپاره دوی ته ډوډۍ ورکړو".

اردوغان یوځل بیا له امریکا نه د ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن د سپارلو غوښتنه کړې. ښاغلی ګولن د ولسمشر اردوغان ټینګ مخالف دی. ترکي چارواکي ګولن د ناکامې کودتا په هڅو تورنوي.

Image copyright GETTY
Image caption د نیولو لړۍ لاهم دوام لري
Image copyright REUTERS
Image caption ښاغلي اردوغان ټنیګار کړی، چې امریکا بایدا ګولن وروسپاري، ځکه چې په وینا یې "دا ډول ترهګر باید ونه ساتل شي".

ګولن له څو کلونو راهیسې امریکا کې د تبعید ژوند کوي.

ښاغلي اردوغان ټنیګار کړی، چې امریکا بایدا ګولن وروسپاري، ځکه چې په وینا یې "دا ډول ترهګر باید ونه ساتل شي".

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، ترکیه باید د ښاغلي ګولن پروړاندې د "تورونو پرځای ثبوت" وړاندې کړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د دوشنبې په ورځ یې نژدې ۹۰۰۰ پولیس افسران له دې کبله ګوښه کړي، چې ګني د کودتا په هڅو کې یې لاس درلود.

امریکا ته په اشارې سره، اردوغان وویل: "موږ د مجرمینو د سپارلو ګډه هوکړه لرو، اوس موږ د یوه کس د سپارلو غوښتنه کوو. ته زما ستراتیژیک شریک یې باید زما غوښتنه ومنې، باید په دا ډول چارو کې تبادله وي".

Image copyright GETTY
Image caption د ترکیې د ناکامې کودتا هڅه او نښتو کې لږترلږه ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ګولن د اردوغان د حکومت ضد ناکامې کودتا کې هر راز لاس لرل رد کړي.

د ترکیې د عدلیې وزیر بکر بوزداغ وړاندې ویلي وو، ګڼ کسان یې نیولي او لاهم د "پاکوالي عملیات" دوام لري.

خو مخکې د ترکیې د لومړي وزیر بن علي یلدریم دفتر ویلي وو، تر دویم خبراوي پورې ټولو دولتي کارکوونکو ته د پسرلنیو رخصتیو د لغوه کېدو اعلان شوی دی.

د ترکیې د ناکامې کودتا هڅه او نښتو کې لږترلږه ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

Image copyright GETTY
Image copyright GETTY
Image copyright GETTY