خوست: سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه کړي
د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې چارواکي وایي؛ د علي شېرو او صبرو ولسوالیو کې د ملکي خلکو دوه موټرونه سېلاب وړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي.
لومړۍ پېښه تېره ورځ (سرطان/چنګاښ ۲۸مه) د علي شېرو ولسوالۍ په هارون خېلو سیمه رامنځته شوې.
خوست کې طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر شادم خان هلال بي بي سي ته وویل، یوه فلاینګ کوچ ډوله موټر له سیمې تېرېدو لپاره پر اوبو ګډ شوی و چې توندو څپو لاندې کړ.
هغه وویل، په مړو شویو کې ۴ ښځې، ۴ ماشومان او دوه سړي دي چې له دې ډلې اته کسان د یوې کورنۍ غړي دي او د درملنې لپاره پاکستان ته تللي و او غوښتل یې بېرته خپل کور ته ستانه شي.
دویمه پېښه د خوست ښار شمال ختیځ کې د صبریو ولسوالۍ کې رامنځته شوې. هلال وایي، یو "پیک اپ" ډوله موټر له اوو سپرلیو سره له صبریو ولسوالۍ نه خوست ښار ته روان و چې یعقوبیو سرمه کې لاره کې سېلاب ښکته کړ.
په دغه پېښه کې ۴ ماشومان، دوه ښځې او یو سړی مړي شوي چې دا هم ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې د دواړو پېښو قربانیانو مړي له اوبو راویستل شوي او ښخ شوي دي.
خوست چې په غرونو راچاپېر ولایت دی، هر کال پکې د اوړي په موسم کې تېز اورښتونه کېږي چې اوبه یې په ځینو سیمو کې سېلابونه جوړوي.
په دغو سیمو کې د پلونو نشتوالي له امله ډېر کله موټر له لارې د تېرېدو په موخه په اوبو کې ورګډېږي چې کله ناکله د اوبو ناڅاپي ډېرېدل د خلکو د مړینې لامل ګرځي.