د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانیسیون په اوهایو کې پیل شو
د اوهایو په ایالت کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند ملي غونډه یا کنونشن جوړ شو. د نن موضوع یې " امریکا بیا مصؤنه کړئ" وه. د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ میرمن ملینیا ټرمپ هم وینا وکړه.
ملینیا ټرمپ به د خپل خاوند د شخصي ژوند په هکله خبرې کوي. او هغه یې د جمهوري ریاست د مقام لپاره " وړ " شخص وګاڼه.
د کانګریس د غړیو تر څنګ عامو خلکو ته هم د وینا کولو فرصت ورکړل شوی و.
په روانه میاشت کې د امریکا په څو ښارونو کې په پولیسو بریدونه وشول او همدا وجه ده چې د اوهایو ایالت د کلیولینډ په ښار کې امنیتي تدابیر هم سخت دي.
د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانیسیون کې د ټولو ایالتونو استازي په رسمي ډول ډانلډ ټرمپ د خپل ګوند کاندید اعلانوي. غونډه به د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي ټرمپ په وینا پای ته ورسیږي.
مشهورو ټوکمارانو او هنرمندانو هم خبرې وکړلې او خلک یې دیته وهڅول چې د نومبر په میاشت کې په عمومي انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ ته رایې ورکړي.
د کنونشن د پيل په لومړنیو شیبو کېشورماشوراو شخړه رامنځ ته شوه . د جمهوري ریاست د مقام لپاره د غوښتونکود احتمالي کاندید ډانلډ ټرمپ مخالفانو د هغه دنامزدۍ پرضد شعارونه ورکړل.
هغوي پدې خاطر احتجاج کاوه چې د گوند د کانوانسیون په دوران کی د خبرو کولواو د گوند د کاندید د غوره کولو په موجوده قوانینو کې د بدلون راوستلوموقع ورنه کړل شوه.
مخالفانو شعاورنه ورکول چې "حاضري واخلئ، حاضري واخلئ."
خود ټرمپ طرفدارانو یي په مقابل کی دUSA " ،USA "نعرې ووهلي. د جمهوري گوند ځینو برجسته مشرانو په دې غونډه کی دگډون نه ډډه کړې ده خو ځینو نورو یې د وینا کولو بلنه منلې ده.رټاکل شوې ده چې ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ وینا وکړي او د جمهوري ریاست لپاره به نامزدي رسما قبوله کړي. دغگونډې په وخت ډیرسخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.