BBC
 شاته

د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ کارکونکي ممنوع الخروج اعلان شوي

Image copyright .

د افغانستان لويې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ کار کوونکي د فساد په تور ممنوع الخروج اعلان کړي. د دغې ادارې ویاند بصیر عزیزي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دغو کسانو د قضیو په اړه جدې څېړنې روانې دي.

ښاغلي عزیزي په دې اړه د نورو معلوماتو ورکول له وخته مخکي او د قانون خلاف و ګڼل، خو په خبره یې د حقیقت موندونکي پلاوي په نوم یوه ډله د نورو معلوماتو ټولولو لپاره ګومارل شوې ده.

د افغانستان لویې څارنوالۍ له دې مخکې د ځینو مخکینیو وزیرانو په شمول د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د فساد په اړه دوسیې پرانیستې. تر اوسه د دغو دوسیو په اړه ډېر معلومات نه شته، خو د لویې څارنوالي چارواکي وايي، چې په اړه یې د دوی څېړنې روانې دي.

Image copyright Getty

اداري فساد د افغان حکومت پر وړاندې له پرتو ننګونو یوه ده، چې له کبله یې په کور دننه او په بهر کې د افغان حکومت ملاتړي د حکومت ناتواني بولي او نیوکې پرې کېږي.

د کابل ښاروالۍ کې د فساد یا له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې موضوع نوې خبره نه ده، څو کاله وړاندې هم له "واک نه د ناوړه ګټې اخیستو له کبله" د افغانستان سترې محکمې د کابل ښاروالۍ د دوو چارواکو د زنداني کولو پرېکړه کړې وه.

محمد ظاهر او د ښاروالۍ مرستیال محمد فقیر بهرام له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوي وو او په دریو کلونو بند محکوم شوي وو.

۱۳۸۸ کال کې هم د افغانستان لویې څارنوالۍ د هغه وخت د کابل ښاروال عبدالاحد صاحبي د نیولو امر کړی و. نوموړی په بډو اخیستو تورن شوی و.

له څو کلونو راهیسې په کابل ښاروالۍ کې د فساد شتوالي له کبله پراخې نیوکې کېږي.