ترکيه کې له کودتا وروسته
د ترکيې چارواکي وايي نژدې نهه زره پوليس افسران له خپلو دندو ځنډول شوي، د راپورونو له مخې شک دی چې د تېرې جمعې کودتا کې یې لاس درلود.
د جنرالانو په ګډون د پوځ او قضا شاوخوا شپږ زره غړي نيول شوي دي. رجب طيب اردوغان هوډ کړی چې د دولت ادارې به يې پاکوي.