BBC
 شاته

اندونيزيا کې چاغښت

د روغتيا نړيوال سازمان وايي اندونيزيا د خپلو ماشومانو په اړه له يو روغتيايي کړکېچ سره مخامخ ده، د چاغوالي او بدخوراکۍ غبرګه ستونزه.

له ملګرو ملتونو سره په يو ګډ راپور کې دوی موندلې چې له پنځه کلنۍ ښکته ۱۲ سلنه ماشومان له اندازې زيات چاغ دي، او ۱۲ سلنه یې بيا په نس ماړه نه دي.

بي بي سي په کاراوانګ کې د هغه لس کلن هلک ليدو ته ورغلې، چې ځينې وايي د نړۍ تر ټولو چاغ ماشوم دی. مور يې د سختيو کيسه کوي.