BBC
 شاته

امريکا او اروپايي ټولنې د ترکيې له کودتاچيانو سره د ناوړه چلند په اړه خبرداری ورکړی

Image copyright GETTY
Image caption په ترکيه کې د تېرې اوونۍ کودتاه کې د ښکېلو چارواکو او پوځيانو چاڼ روان دی. تراوسه نژدې ۹ زره پوليس افسران له دندو ګوښه شوي دي

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په بروکسل کې تر ليدني وروسته ويلي، د امريکا حکومت د کودتاچیانو سره د عدالت له مخې د کړنې غوښتونکی دی او په عيني وخت کې يې د کودتاچيانو د پراخه ځپلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امريکا د بهر نيو چارووزير جان کېرې د ترکيې پر حکو مت غږ کړى چې د هغو د بشري حقونو درناوي وکړئ چې د جمعې د ورځې په پاتې راغلې کودتا کې يې لاس درلود.

ښاغلي کېري وويل، متحده ايالاتونه د تر کيې د ټاکلي حکو مت تر څنگ ولاړ دى، خو ورته مهال کې يې ويلي چې د اردوګان حکومت بايد د قانون درناوی وکړي او د ډيموکراسۍ له لوړو معيارونو ملاتړ وکړي.

ده زياته کړې په تېرو دريو ورځو کې يې درې ځله له خپل ترکي سيال سره خبرې کړې دي.

هلته په يونان کې هغه ٨ تنه ترک سرتېري چې په يوه چورلکه کې يونان ته اوښتي وو په محکمه کې ښکاره شول، دغه کسان دې هېواد ته په ناقانونه ننوتو تورن شوي دي.

Image caption د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له حکومتي بنسټونو د "ویروس" جرړو ایستلو ژمنه کړې ده

اروپايي ټولنې هم له کودتاچيانو سره د قانون له چوکاټه بهر د کړنو په اړه خبرداری وکړی دی. د دغې ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فيديريکاموغېريني وايي که ترکيه د اعدام سزا قانون ومني، اروپايي ټولنه به يې د غړي په توګه قبول نه کړي.

نوموړې وايي "اروپايي ټولنه لومړۍ هغه وه چې د کودتا په خواشينونکې شپه يې په ترکيه کې د قانوني ادارو په مشروعيت ټينگار وکړ او اوس هم د قانون په واکمنۍ ټينګار کوو، د کودتا او د کودتا د هڅو غندنه کوو".

نوموړې زياتوي "موږ د هغه څه په اړه چې په همدې گړيو کې به په تر کيه کې پېښېږي اندېښمن يوو. موږ او تر کيه بايد چې د ډيموکراسۍ، د بشري حقونو او د بشري بنسټيزه ازاديو درناوی وکړو".

خو بلخوا د ترکيې د عدالت او پراختيا گوند يوه لوړ پوړي مشر ايگمن بگېش بي بي سي ته ويلي دي له اروپايي ټولنې سره وېره او اندېښنه دا ده چې د ترکيې حکومت به دا ازادې ولري چي د خپلو ټولو تقدکوونکو ادعاوې بې بنسټه ثابتې کړې.

Image copyright GETTY

په ترکيه کې د تېرې اوونۍ کودتاه کې د ښکېلو چارواکو او پوځيانو چاڼ روان دی. تراوسه نژدې ۹ زره پوليس افسران له دندو ګوښه شوي دي.

د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مرکل وياند هم په کودتا کې له ښکېلو پوځيانو سره د ترکي چارواکو چلند غندلی. د کودتا له ناکامې هڅې وروسته ځينې تصويرونه او ويډيوګانې په دغه کودتا کې د ښکېلو پوځيانو سره زور زياتی او تاوتريخوالی ښيي.

د ترکيې د خبري رسنيو له خوا ځينو خپرو شويو عکسونو کې پر پوځيانو د وهلو او ډبلو نښې ښکاري.

د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدريم ويلي، کېدای شي د دغې کودتا له عاملينو سره په سخت ډول چلند وشي خو ډاډ يې ورکړی چې دا به د قانون له مخې وي.