BBC
 شاته

د ترکیې هوايي ځواک پخواني قومندان د کودتا پلان "اعتراف" کړی

Image copyright Anadolu Agency Getty Images

د ترکيې يوې حکومتي رسنۍ خبر ورکړی چې د هوايي ځواک پخوانی مشر جنرال اکين ازتورک د ترکيې ناکامې کودتا د پلانولو اعتراف کړی دی.

د دغه راپور له مخې جنرال اوزتورک پلټونکو ته ويلي چې ده "دغه کار د پوځي پاڅون په موخه کړی" دی.

هغه تصويرونه چې د ترکيې په انادوليه شبکې کې خپاره شوي په کې د نوموړي پر مخ او بدن ټپونه ليدل کېږي او غوږ يې پانسمان شوی دی.

نوموړي تر دې وړاندې د دغې کودتا په هڅه کې هر ډول لاس لرل رد کړي وو او ويلي وو چې د دغې هڅې مخنيوي لپاره يې ګامونه اخيستي وو.

اکين اوزتورک يو له هغو لسګونو قومندانانو دی چې ترکیه کې د کودتا له هڅې وروسته نيول شوی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په بروکسل کې تر ليدني وروسته ويلي، د امريکا حکومت د کودتاچیانو سره د عدالت له مخې د کړنې غوښتونکی دی او په عيني وخت کې يې د کودتاچيانو د پراخه ځپلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امريکا د بهر نيو چارووزير جان کېرې د ترکيې پر حکو مت غږ کړى چې د هغو د بشري حقونو درناوي وکړئ چې د جمعې د ورځې په پاتې راغلې کودتا کې يې لاس درلود.

Image copyright EPA

وړاند د ترکیې د عدلیې وزیر ویلي وو ، د ناکامې کودتا په تور یې ۶۰۰۰ مشکوک کسان نیولي او د "نیولو بهیر روان دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له حکومتي بنسټونو د "ویروس" جرړو ایستلو ژمنه کړې وه.