چارواکي: که ټرمپ غوره شي دی به د امریکا بې پروا ولسمشر وي

د جمهوري غوښتونکو د ملي امنیت پنځوسو لوړ پوړو چارواکو اعلان کړې چې د دې ګوند کاندید ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست لپاه نه شخصیت...

فراه چارواکي: په پشت رود کې ۱۹تنه وسله وال مخالفین وژل شوي

په فراه ولایت کې امنیتی چارواکي وایي چې له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې یو وار بیا سخته جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې ۱۹ د دولت وسله وال مخالفان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی. په فراه ولایت کې د ملي اردو د دویمې پلي لوا ویاند عبدالروف رحماني وایي چې دغه جګړه د پشت رود ولسوالۍ د ګجګین او دوکین په سیمو کې جریان لري او په کې کابو ۵۰۰ تنه د دولت وسله وال مخالفین د افغان...

د مړې خېټې پریکړه!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې به لومړی یوه کورته لاړشو او له دې به خبرشو چې د کور مېرمن له خپل خاوند څخه څه هیله لري؟

تاتاري فعالان: په کریمیا کې روسيي درنې وسلې ځای پرځای کړي

د کریمیا د تاتاریانو فعالان د روسیې له خوا د دغې لاندې شوې ټاپو وزمي په مختلفو ځایونو کې د نوېو امنیتي پوستو د جوړېدو او د دې سیمې په شمالي برخه کې په پراخه کچه د روسیې د درنو وسلو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي چې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی. په عین حال کې د اوکراین سرحدي ځواکونه وایي چې روسي چارواکو پرون دې ټاپو وزمې ته ټولې غځېدلې لارې هغه لارې د څو ساعتونو لپاره بندې کړې. د کریمیا د اقلیت ...

ترکيه: په زرګونو کسانو په ډيموکراسۍ پلوه لاريون کې برخه واخيسته

په ترکيه کې د وروستۍ کودتا له ناکامې هڅې وروسته د يووالي د څرګندولو لپاره د اپوزيسيون ګوندونو غړي د ولسمشر د واکمن ګوند عدالت او پرمختګ، له غړو سره يوځاى په يوه ډيموکراسۍ پلوه لاريون کې برخه واخيسته. دغه لاريون نن په استانبول کې وشو. د ”ډيموکراسۍ او شهيدانو په نامه دغه لاريون“ د ګڼو کسانو راټولېدو سبب شو.  دا د جولاى له ١٥ راهيسې چې په دغه هېواد کې د کودتا ناکامه هڅه وشوه تر ټولو لوى دولت...

حنيف اتمر له ايراني لوري سره پر سرحدي امنيت خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د ايران له عالي رتبه چارواکو سره پر سرحدي امنيت او نورو مسايلو خبرې وکړې. د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې اعلامېه کې ويل شوي، چې محمد حنيف اتمر د ايران د کورنيو چارو له وزير عبدالرضا رحماني فضلي سره نن د مخدره موادو د کښت او توليد د مخنيوي او په ايران کې د افغان کډوالو پر وضعيت هم خبرې وکړې. اعلاميه زياتوي چې دواړو لوريو د اقتصادي همکاريو پر مسئلې هم بحث...

د تشبېه ډولونه

د ازادي راډیويي مجلې د روانې خپرونې ډېره برخه د محلي موسیقي د نوي ارکستر فعاليتونه ته ځانګړې شوې ده.

وردګ: افغان ځواکونه ۷۰سلنه هوایي عملیات یوازې کوي

د افغانستان د هوایي ځواکونو عمومي قومندان وایي، افغان هوایي پوځ به د ۲۰۱۹میلادي کال تر پایه په بشپړه توګه په خپلو پښو ودریږي.

کابل کې د زرنګار پارک لرغونتیا

دغه پارک ته سیاسي پارک ځکه وايو چې له کلونو- کلونو راهیسې به چې کله سیاسي غونډې او مظاهرې کېدې...

د مړې خېټې پریکړه!

په پای کې مو يوه غټ حکومتي دفتر ته بیا یو. هلته یوه مهمه جلسه روانه ده او په دې خبرې کوي چې د نورو ډالرو پیداکولو لاره پیدا کړي.

خامنه اي: اټمي موافقې ايرانيانو ته ګټه ونه رسوله

له لوېديځ سره د تهران د اټومي موافقې شپږ مياشتې پوره شوې، خو د ايران خلکو ورڅخه تر اوسه کومه محسوسه ګټه ونه ليده.

بلخ کې د غیر مسؤله وسله والو د فعالیتونو په اړه اندېښنې

په بلخ کې اوسېدونکي او امنیتي ځواکونه دې ولایت کې د سیمه ییزو زور واکو او ناقانونه وسلوه له حضور څخه شکایت کوي ...

وسلوالو په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز حمله کړې

په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز د لارۍ موټر په وسيله بمي چاودنه شوې ده.

د مرمر ډبرو د صادرولو په خاطر له ترکمنستان سره تړون لاسلیک شو

د هرات د اقتصاد ریاست مسؤلین وايي چې له ترکمنستان څخه یو رسمي پلاوي د ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف له خوا هرات ته راغلي و څو په دغه ولایت کې د مرمر ډبري نرخ، کیفیت او نوعیت معلوم کړي. د دغه ریاست مشر عسکر اسعودي ازادي راډیو ته وویل، چې د مرمرین ډبرې د صادرولو په خاطر له ترکمنستاني پلاوي سره یوه شفاهي مقدماتي تړون هم وشو. اوس مهال د هرات په صنعتي ښارګوټې کې شاواخوا ۴۰ د مرمرو کارخانې فعال...

غور کې هغه پلار نیول شوی چې ۶کلنه لور یې سپین ږیري ته په نکاح کړې

د غور امنیتي چارواکي وايي، هغه پلار يې نیولی چې خپله ۶ کلنه لور يې د یوې اوزې، یوې بوجۍ وریژو او یوه اندازه چای او خوږو په بدل کې یوه سپین ږیري ته په نکاح کړې ده. د عبدالکریم په نوم سپین ږیری چې ۶ کلنه نجلۍ يې ځانته نکاح کړې هم د پولیسو په توقیف کې دی. د غور د امنيې قومندانۍ د جنايې جرمونو د ادارې سرپرست محمد عظیم وکیلي ازادي راډیو ته وویل، د دې قضيې دوسیه بشپړه او څارنوالۍ ته استول شوې ده....