د ننګرهار په خوګیاڼو او اچین کې ۱۲مخالفین وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې په خوګیاڼو او اچین ولسوالۍ کې د دولس ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شوېو کې نهه طالبان او څلور د داعش جنګیالي دي. خوګیاڼي وایي، دغه کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جنګل باغ: کندز کې ۱۲ طالبان له وسلو سره یو ځای نیول شوي

د کندز امنیتي مسوولان وایي دولس وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره یوځای په چهار درې ولسوالۍ کې نیول شوې دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې افغان او بهرینو ځواکونو تېره شپه په چهار درې ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم لاسته ورغلې ده. نوموړی وایي چې په دغو عملیانو کې دولس عرادې موټر سایکل، یو عراده رنجر له وسله والو مخالفینو ...

اوباما: لومړی ځل دی چې ناټو له یوه حساس پړاو سره مخ شوې ده

د ناټوعمومي منشيینس سټولټنبرګ وايي، په اروپا کې له سیاسي اوامنیتي ستونزو سره ، دا تړون د ثبات اساسي منبع دی ...

د سامع ازموینې په مرسته پريښې ښوونځی بشپړ کړئ!

که د ځينو مشکلاتو له کبله مکتب په نيم کې درنه پاتې شوی وي او هغه د چا خبره د ښوونځي عمر درنه تېر وي خو زړه...

ناټو ختیځه اروپا کې نوي ځواکونه ځای پر ځای کوي

د ناټو تړون پرون جمعه پرېکړه وکړه چې څلور پوځي لواوې په پولنډ او د بالتیک سمندرګي په درېیو هېوادونوکې ځای پرځای پر ځای...

اوباما: ناټو د ځینو ستونزو په وړاندې ودریږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، ناټو باید سیاسي اراده وښيي او ژمن و اوسي څو د هغو ستونزو په وړاندې ودریږي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې، روسیې، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه رايي ورکولو او هغو ستونزو چې میلونونه خلک یې په اروپا کې کډوالۍ ته اړ کړي، له کبله راپورته شوي. په یوه تبصره کې چې نن په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې له پیل څو ساعتونه مخکې په فای...

پر رباب د ادم خان په نوم مشهوره نغمه

د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې د کندز سږني واړه اختر په باره کې رپوټ اورئ.

اخترونه د پخلاینې پلمه ده

په ټوله اسلامي نړۍ کې هر کال دوه اخترونه راځي، چې یو ته یې کوچنی او بل ته یې لوی اختر وايي.

روحاني: له افغان حکومته ملاتړ د ایران یوه اساسي پالیسي ده

د ایران ولسمشر وایي، د افغانستان له حکومت څخه بشپړ ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت یوه اساسي پالیسي ده. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې حسن روحاني دا څرګندونې پرون د کمکي اختر په مناسبت له افغان ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې. د خبر له مخې روحاني په دې خبرې ټینګار کړی چې تروریستي او افراطي ډلو یې نه یوازې دوست او ګاونډي هېواد افغانستان بلکه ټولې سیمې ته ګواښ متوجه کړی دی. روحاني په اف...

نن افغانستان او په ډېری اسلامي هېوادو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

نن په افغانستان او ډېرو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. افغان ولسمشراشرف غني د اختر په مناسبت په یوه خپاره کړي صوتي پیغام کې یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د سولې ور د هغو پرمخ خلاص دی چې سوله غواړي او هغوی چې له سولې ډډه کوي، عواقب به یې ورته ډېر ګران پریوزي. ولسمشر دغه راز وویل چې سوله یوه ملي او دیني وجیبه ده او پر حکومت سربېره د ټولنې ټول قشرونه، دیني عالمان، قومي مشران، مد...

نوی زیلانډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځوي

ګیري برونلي زیاته کړه چې دوی د افغانستان د ملي پوځ د روزنې له پروګرام سره مرستې ته متعهد دي او خپل ماموریت...

کابل کې د ستاره های سمیع لوبډلې د فوټسال اتلولي خپله کړه

د ستاره های سمیع لوبډلې په کابل کې د فوټسال د روژې جام سیالیو اتلولي خپله کړه. د کابل د فوټبال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ستاره های سمیع لوبډلې تېره شپه د دغو سیالیو په فاینل کې څلور د صفر پر وړاندې د فیفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د ښاغلي قیومي په خبره هغو لوبډلو چې لومړی، دوهم او درېیم مقام یې ګټلی هغوی ته مادي او معنوي جایزې ورکول کیږي....

نبوي جومات ته څېرمه انتحاري حمله او سعودي کې نور بریدونه

سعودي رسنیو راپور ورکړی چې د مدینې منورې په ښار کې نبوي جومات ته نژدې یوه ځان وژونکې چاودنه شوې ده.

عربستان: د امريکا قونسلګرۍ ته نژدې ځانمرګى بريد شوى

يوه ځان وژونکي د سعودي عربستان په جده ښار کې د امريکا له قونسلګرۍ بهر ځان منفجر کړى دى. په دغه بريد کې چې نن شوى، يوازې بريدکوونکى وژل شوى او د سعودي عربستان دوه پوليس افسران ټپيان شوي دي. په ٢٠٠٤م کال د القاعده سخت دريځو وسلوالو په جده ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او د دې ډيپلوماتيک مرکز پنځه کارکوونکي يې وژلي وو، چې د سعودي اتباع وو. هغه وخت د بريد پر مهال له امنيتي ځواکونو س...