شاته

د ترکیې د کودتا په تړاو له ١۴٠٠٠ ډیر کسان نیول شوي

د ترکیې د ناکامې کودتا او د زرگونو پولیسو د گوښه کولو وروسته ددې هیواد اروپایي متحدین د قانون د پلي کیدو او د هغو کسانو د وضیعت په اړه اندیښمن شوي.

د ترکیې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي د رویترز اژانس ته ویلي چې د انقرې او استانبول په گډون د ٨٠٠٠ پولیسو وظیفې تعلیق شوي او همداشان ٣٠ تنه محلي واکمنان او څه دپاسه ٥٠ لوړپوړي ملکي چارواکي له دندو گوښه شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د ترکیې د پوځ په زرگونو منسوبین له سرتیري څخه نیولی تر قوماندان پورې ونیول شول او په یو ځای کې غونډ کړای شول. په ټولنیزو شبکو کې په کودتا کولو د تورنو کسانو یو لړ تصویرونه خپاره شوي دي چې لاسونه یې تړل شوي، یواځې یو نیکر یې په تن دی او د پولیسو په بسونو او ورزشي سالونونو کې خوا په خوا قطار ولاړ دي.

په ترکیه کې د جمعې د شپې د ناکامې کودتا اړوند تاو تریخوالي کې د هغه هیواد د صدراعظم بینالي یلدریم په وینا ٢٣٢ کسان وژل شوي دي چې په دې کې ٢٠٨ تنه یې د حکومت پلویان او ٢۴ تنه یې کودتاچیان وو.

ښاغلي یلدریم د دوشنبې په ورځ وویل چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ١۴٥ ملکیان، ٦٠ پولیس او درې تنه پکښې پوځیان دي. هغه همداشان وویل چې د جمعې د ورځې په کودتا کې ١۴٩١ تنه د حکومت پلویان او ٥٠ تنه کودتاچیان ټپیان شوي دي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ د خپلو پلویانو سره په خبرو له خلکو وغوښتل چې پر پارلمان فشار راوړي تر څو په کودتا کې د ښکیلو کسانو د اعدام په سزا موافقه وکړي.

اردوغان له خلکو غوښتي چې پر پارلمان فشار راوړي تر څو په کودتا کې د ښکیلو کسانو په اعدام موافقه وکړي

اردوغان له خلکو غوښتي چې پر پارلمان فشار راوړي تر څو په کودتا کې د ښکیلو کسانو په اعدام موافقه وکړي

ښاغلي اردوغان وویل "مونږ له دې غوښنې نشو تیریدای. په دموکراسیو کې هر هغه څه چې خلک یې وایي هماغه شان باید وشي."

ښاغلی اردوغان او پلویان یې، په امریکا کې میشت ترک ناراضه روحاني فتح الله گولن، په کودتا کې په لاس درلودلو تورن کړی دی او ترکیې ته یې د هغه واپس کول غوښتي دي.

خو ښاغلي گولن د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د ترکیې دولت چې خلکو ټاکلی دی د درناوي وړ دی. هغه وویل په کودتا کې د هغه د لاس درلودلو ادعاوی "درواغ" دي.

ښاغلي گولن د اردوغان ادعا درواغ او د ترکیې "منتخب دولت" یې محترم گڼلی دی

ښاغلي گولن د اردوغان ادعا درواغ او د ترکیې "منتخب دولت" یې محترم گڼلی دی

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری د دوشنبې په ورځ وویل چې که ترکیه هغه هیواد ته د ښاغلي گولن لیږدول غواړي نو باید په کودتا کې د هغه د لاس درلودلو په هکله موثق اسناد وړاندې کړي.

د کودتاچینانو په وړاندې د اردوغان غوصې د اروپایي ټولنې اکثر غړي اندیښمن کړي دي، هغه اتحادیه چې ترکیه یې غړیتوب ته خورا لیواله ده.

وروسته له هغې چې د ترکیې جمهور وویل د کودتاچیانو په اعدامولو کې به ځنډ ونه کړي د جرمني دژ حکومت یو ویاند وویل هغه هیواد چې د مرگ سزا پلی کوي نه شي کولای چې د اروپایي ټولنې غړی شي.

د جرمني د حکومت ویاند ستیفن زایبرت په برلین کې په یو خبري کنفرانس کې وویل "جرمني او د اروپایي ټولنې غړي په دې اړه څرگند موقف لري: مونږ په مطلقه توگه د اعدام سزا ردوو." هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې د اعدام پلی کول په اروپایي ټولنه کې ددې هیواد د غړیتوب پر سر د خبرو پای ده.

ترکیې په ٢٠٠۴ کال کې د اعدام سزا منع کړه. خو اوس د ښاغلي اردوغان حکومت هڅه کوي چې کودتاچیانو ته د مرگ سزا د ورکولو لپاره د مخالفو سیاسي گوندونو سره خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.